د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۲:۰۶

په غزني کې بهرنيو سرتېرو شپږ پوليس او عام وګړي وژلي


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې تېر ماښام په دغه ولايت کې د بهرنيو سرتېرو يوې الوتکې هوايي بريد کړی دی چې له امله يې، څلور تنه سيمه ييز پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي، په بريد کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، د بهرنيو سرتېرو يوې الوتکې تېر ماښام د دهيک ولسوالۍ د مستاجر او جان اباد سيمو تر منځ د عامو وګړو يو سراچه موټر په نښه کړ، چې له امله يې څلور تنه سيمه ييز پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي او يو بل پوليس ژوبل شوی دی.

دوی وايي، کېدای شي بهرنيو سرتېرو په وژلو شويو کسانو د طالب وسله والو شک کړی وي.

د دهيک ولسوال فضل احمد ټولواک وايي چې، د لومړنيو مالوماتو په اساس عامو خلکو ته سراچه پر لاره ور خرابه شوې، بيا وروسته پنځه تنه سيمه ييز پوليس په شخصي جامو کې له وسلو سره سراچې ته ورغلي دي. او الوتکي ورباندې بريد کړی دی:

"امکان لري چې پوليس محلي په شخصي جامو کې وو، دغه دوو نفرو ته سراچه په لاره کې ور خرابه شوې ده، وروسته چې محلي پوليسو دوی ليدلي، نو د دې لپاره چې مالومات يې وکړي چې دا څوک دي او ولې يې دلته موټر درولي نو پنځه نفره پوليس محلي سراچې ته ورغلي دي، خو چې پوليس هلته رسېدلي، يوې طيارې ورباندې بريد کړی دی، په دغه بريد کې څلور تنه پوليس محلي او دوه ملکيان وژل شوي دي"

ټولواک وايي، په بريد کې يو بل تن سيمه ييز پوليس هم ټپي شوی، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه لا بهرنيو سرتېرو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پنځه ورځې وړاندې هم د بهرنيو سرتېرو يوې الوتکې د غزني په اسفنده سيمه کې هوايي بريد کړی وو چې پکې د چارواکيو په خبره څوارلس تنه طالب وسله وال او يو عام وګړی وژل شوي وو.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG