د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۱۹

د امنیتي وضعې د خرابیدو په اړه د کابل ښاریانو عکس العمل


د کابل ځینې اوسیدونکي وایي، د امنیتي چارواکو هغو خبرو په خلکو کې ویره او اندیښنې خپرې کړي، چې ویلي یې دی سږکال به په دې ښار د مخالفینو د حملو اندازه زیاته وي.

د کابل امنیتي مسولینو د سېشنبې په ورځ وویل، د حکومت وسله وال مخالفین هڅه کوي چې سږ کال خپلې پنځه اتیا فیصده حملې په کابل ښار کې ترسره کړي.

یو شمیر افغانان په دې باور دي، چې د وسله والو مخالفینو د حملو د زیاتیدو په اړه د حکومتي چارواکوڅرګندونې د خلکو په ذهنونو ناوړه اغیزه کوي او عادي ژوند یې نارامه کوي.

د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې حکومت ددې ډول څرګندونو پرځآی باید تخریبي فعالیتونه کشف او مخه یې ونیسي:

"۱ - امید یمه د کابل ښار یو اوسیدونکی، دا واقعآ د خواشینۍ ځآی دی چې دولت داسې اعلان کوي، که دوی داسې اعلان کوي د خلکو په روحیې ناوړه اغیز کوي او داسې فکر کوي چې نن به انتحاري حمله کیږي او سبا به کیږي. له کار او تعلیم نه پاتې کیږي.

۲ - زما نوم عبدالله، دا ویرونکې خبره ده دا د خلکو د مورال د کمزوري کولو په خاطر کیږي، او ددښمن په ګټه دی.

۳ - زما نوم احمد ضیا زیارمل حکومت باید د داسې پيښو مخنیوی وکړي، دوی ته چې معلومات شته نو دولت هم ورسره لاره لري او معلومداره خبره ده چې خلک ویروي."


د کابل امنیتي مسولینو د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې په روان کال کې به د وسله والو مخالفینو فعالیتونه پنځه اتیا فیصده پر کابل متمرکز وي.

د مرکزي زون د ۱۱۱ فرقې قومندان تورن جنرال قدیم شاه شهیم په دې غونډه کې وویل چې د حکومت وسله وال مخالفین پلان لري چې له پوځي سیمو سربیره ملکي سیمې هم ترخپل هدف لاندې راولي.

امنیتي مسولین په ورته وخت دا ډاډ هم ورکوي چې دوی د هرډول حملو شنډولو ته چمتو دي.

ځینې پوځي کارپوهان هم د امنیتي مسولینو دا ډول څرګندونې له اوسنیو شرایطو سره مناسبې نه بولي.

جنرال نورالحق علومي ازادي راډیو ته وویل، چې ددې ډول څرګندونو پرځای حکومت باید د خپلو امنیتي ځواکونو د پياوړتیا او سمبالښت ډاډ ورکړي:

"زمونږ امنیتي ځواکونه چې تل له داسې ستونزو سره مخ دي باید ددې دول فعالیتونو د کشف او مخنیوي لپاره هڅې وکړي، دوی باید ترهرڅه لومړی د خپل چمتووالي ډاډ ورکړي، نه دا چې د خپلې کمزورتیا خبرې وکړي او ووايی، چې دا ډول حملې کیږي او دوی یې په وړاندې هیڅ اجرات نه دي کړي."

په تیرو لسو کلونو کې د ځینو نورو ولایتونو په څیر کابل هم د جګړو، ځآن وژونکو حملو او چاودنو شاهد وو، او دغو حملو عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې .

په ځینو مواردو کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په وړاندې حتی تر شلو ساعتونو پورې هم خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکړی.

که څه هم ددغو حملو او چاودنو دقربانیانو دقیق شمیر نه دی معلوم خو د راپورونو له مخې سلګونه پوځي او ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG