د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

افغان کرکټ ټيم نيپال په پاي لوبه کې مات کړ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نيپال ته د اسيا د شل اورونو د دوهمې کچې د ټيمو په پاي لوبه کې ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړي بيټينګ کوربه نيپال وکړ او په ټاکلي شل اورونو کې يې ۱۳۵ منډې جوړې کړي. د نيپال له لورې خادکا ۵۰ منډې وکړې او ورسره بهاندري او فيساوکار هر يوه ۳۲ او ۲۰ رنزونه وکړل خو بيا هم افغان باولران ښه وځليدل او د نيپال لوبغاړي يې پرې نه ښودل چې ډيرې منډې وکړي.

د باولنګ په برخه کې د افغانستان له لورې ګلبدين نايب دوه نيپالي لوبغاړې وسوځول، خو د منډو له پلوه د پام وړ باولنګ شاپورځدراڼ وکړ چې په ټاکليو څلور اورونو کې يې يوازې پنځلس منډې مخالف لورې ته ورکړې او د نيپال يو لوبغاړي يې هم وسوځاوه.

دې هدف ته افغانستان د درې لوبغاړو له سوځيدو سره ورسيد. د افغانستان له لورې ګلبدين نايب ۴۳ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيد. محمد نبي هم ۳۸ منډې جوړې کړې او نه سوځيد. د پيل لوبغاړي کريم صادق ۳۲ مهمې منډې وکړې خو دمنډې پر مهال وسوځيد. د لوبې لا ديارلس توپه پاتې و چې افغانانو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تيرځل هم دا جام ګټلي و.
XS
SM
MD
LG