د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

"غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ته د مرکزي حکومت د پاملرنې غوښتنه کوو"


د څلورو جنوب ختیځو ولایتي شوراګانو غړي خپلو ولایتونو ته د مرکزي حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی د چهارشنبې په ورځ له سیمه ییزو ارګانونو سره د همغږې د رامنځ ته کیدو په هدف جوړه شوې غونډه کې په حکومت انتقاد وکړ، چې د دوی د ستونزو د حل کولو په برخه کې یې لازمه مرسته نه ده کړې.

امنیتي او روغتیایی ستونزې، د پراختیايي پروژو نه عملي کول او د مسلکي ښوونکو کموالی هغه څه دي چې د غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتي شوراګانې ورته ګوته نیسي.

د دې ولایتونو د ولایتي شوراګانو رییسان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو، څو د خپلو ولایتونو د ستونزو د حل لپاره د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره خبرې وکړي.

د خوست د ولایتي شورا غړي داود شاه مکین زوی او د پکتیا د ولایتي شورا غړې زرغونې همت آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د ولایتونو او مرکزي حکومت ترمنځ پرهمآهنګۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید له دوی سره کړې ژمنې عملي شي.

دغه غونډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یو ان ډي پي یا پراختیایی ادارې په مرسته جوړه شوې وه.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو د انسجام رییس وايي چې د ولایتي شوراګانو له غړوسره به په ولایتونو کې د هغوی د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

سید احمد خاموش آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې ټولې هغه ستونزې به اړوندو حکومتي چارواکو ته ورسوي چې د دې ولایتي شوراګانو لخوا له دوی سره مطرح شویدي.

"دوی د خلکو ستونزې راټولوي او څیړي یې، که یې د حل لپاره د ولایت په کچه کومه لاره موجوده وي نو لا ښه ده، خو که نه وي نو د یو قانوني تصویب په څیر یې جوړوي او مونږ ته یې رالیږي.

مونږ یې دلته د یوې انسجام کوونکې ادارې په توګه له ملي بنسټونو سره چې جمهوري ریاست او پارلمان سره یې همغږي کوو څو یې دوې مخامخ له هغوی سره وڅیړي."


ښاغلی خاموش د ولایتي شوراګانو له غړو نه وغوښتل چې پخپلو ولایتونو کې د خلکو او حکومت تر منځ د یو ارتباطي پول په توګه په ډیره فعاله توګه کار وکړي.

د غزني،پکتیا،خوست او پکتیکا د ولایتي شوراګانو سربیره په نورو ولایتونوکې هم سیمه ایز چارواکي له ورته ستونزو څخه شکایت کوي او وایی چې له ژمنو سره سره مرکزي حکومت یې د هوارولو لپاره لازمې هڅې نه دي کړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG