د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۱۷

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه راپورته شوی تاوتریخوالی


امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه راپورته شوې تاوتریخوالي په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یي راغلي:

افغان حکومت د دوشنبې په ورځ وغوښتل، چې پاکستان باید د پولي په اوږدو کې پاروونې او د نه منلو فعالیتونه بند کړي او دغه راز یي د پولي په اوږدو کې له همغږۍ پرته د پاکستان د امینتي پوستې په جوړیدو اعتراض وکړ. په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي جګړه پیل شوې ده.

ورځپاڼه لیکي: له دې مخکې هم د پاکستان او افغانستان اړیکې ښه نه وو، خو دې وروستیو شخړو د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د وضعې د لا خرابیدو ګواښونه نور هم زیات کړي دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي: تیره میاشت د جمهور رئیس حامد کرزي حکومت په پاکستان تور ولګاوه، چې د سولې د عملیې د ناکامولو هڅه کوي.

کابل دغه راز د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو باندي د توغندیو او ډزو له امله په کوټه کې د پاکستان د پوځ په تمرینانو کې خپل ګډون لغوه کړ.

کابل دا هم وویل، اسلام اباد له دوي څخه د نه منلو غوښتې لرې او د لندن په غونډه کې یي له دوي څخه وغوښتل چې له هند سره اړیکې وشلوي.

وال سټریټ ژورنال لیکې: پاکستان په افغانستان باندي د خپلو غوښتنو تحمیل او د افغانستان پر خاورې ډزې رد کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین د افغانستان په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان د امینتي پوستې د جوړیدو له امله په کابل کې ددي هیواد سفیر محمد صادق ته خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دا کار یي د ټولو نړیوالو موازینو پرخلاف د پاروونې او نه منلو عمل وباله.

ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز احمد چودري ویلي، پوسته یي په مومندو ایجنسۍ کې چې د فدرال ادارې لاندي سیمه ده، جوړه کړیده. چودري وایي، دا امنیتي پوسته یي د افغانستان په خاوره کې نده جوړه کړي.

وال سټریټ ژورنال وړاندي لیکې: په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورټ د دوشنبې په ورځ پاکستان ته لاړ او هلته یي د پاکستان د پوځ له لوي درستیز جنرال اشفاق کېانې سره د سيمه اېزو اندیښنو په اړه خبرې وکړې.

په دندې باندې له ټاکل کېدو راهیسي دا پاکستان ته د جنرال ډنفورت لومړی سفر و. ې

انډپنډنټ:

انګلستان چاپ ورځپاڼې، انډپنډنټ دهغې ۱۳ کلنې افغانې جنۍ په اړه یو مضمون خپور کړی چې دوه کاله وړاندې په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې یي خپل خپلوان له لاسه ورکړې و، د چاودنې پرمهال د خپل ورور او څو نورو خپلوانو د مړیو تر څنګ ولاړه وه او تصویرونه یي په ټولې نړۍ کې خپاره شوي وو.

ورځپاڼه لیکې: د ترانه اکبري عکسونه ټکان ورکوونکې، زړه دردوونکې او د افغانستان د جګړې د وحشت یوه نمونه وه. په چاودنې کې د ترانې خور هم ټپې شوه وه.

ورځپاڼې د ترانه اکبري د پلار احمد شاه اکبري خبرې راخیستي چې وایي: له پيښې وروسته ما د مرستې په مقصد هره دروازه وټکوله، خو چا راسره مرسته ونکړه. دی وایي، زه یوه لاسي کراچۍ لرم او د ورځې شاوخوا دري سوه افغانۍ مزدوري کوم، د خپلو لوڼو د درملنې توان نلرم. له چاودنې وروسته ډېر غټ غټ کسان زما د لوڼو د لیدو لپاره راغلل، خو هیچا هم له مونږ سره مرسته ونګړه.

ترانه وایي، له چاودنې وروسته را سره هیله پیداشوه چې ډاکټره شم او خلکو ته خدمت وکړم، خو اوس وینم چې دا هر څو په پیسو کېږي، چې مونږ یي نلرو.
XS
SM
MD
LG