د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۰۲

ملګرو ملتونو د وسلو د سوداګرۍ تړون تصویب کړ


جان کري وایي چې له دې تړون سره به په نړۍ کې امنیت ټینګ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په نړۍ کې د وسلو د سوداګرۍ د تړون تصویبیدل وستایل.

ملګرو ملتو د سې شنبې په ورځ په دې اړه رایي واچولې چې له دریو هیوادو پرته نورو دا تړون تایید کړ. جان کري وایي چې له دې تړون سره به په نړۍ کې امنیت ټینګ شي.

د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې هغه تړون ته رایي واچول شوې چې د وسلو د سوداګرۍ د تنظمیدو لپاره دی.

پرون د ملګرو ملتو د یوسل او درې نوي غړیو هیوادو له ډلې یو سل او څلور پنځوس هیوادو د دغه تړون په تایید رایي ورکړې او درې هیوادو مخالفت وکړ.

ایران، سوریه او شمالي کوریا هغه درې هیوادونه دي چې تیره اونۍ یې لا ویلي و چې له دې تړون سره به موافقه ونه کړي.

روسیه بیا په هغو درویشت هیوادو کې وه چې هیڅ راییه یې ونه کاروله.

د ملګرو ملتو د عمومي غونډې اوسنی مشر چې یو سربیایي سیاستوال دی، خبریالانو ته څرګنده کړه، چې د دې تړون منل یو بې ساری بدلون دی:

ووک یریمیک وویل:

« فکر کوم چې د دې تړون وروستی متن غښتلی او د تنفیذ وړ دی. همداراز له ډیرو اړخونو بې ساری دی.

دا تړون د دې څرګندونه کوي چې د وسلو پلورونکې هیوادونه له قانوني پلوه اړ دي چې دا معلومه کړي چې پلورلې وسلې خو یې د بشري حقونو او بشري قوانینو تر پښو لاندې کېدو کې مرسته نه کوي.»


بل لورته په ملګرو ملتو کې د روسیې استازي ویتالي چورکېن ویلي دي چې په نړۍ کې د وسلو د تنظمیدو په دغهَ تړون کې د بشر لپاره د احتمالي خطرونو معیارونه سم نه دي څرګند شوي.

چورکېن زیاته کړه چې دغه تړون ګونګ تفسریدای شي او ښایي یو شمیر هیوادونه ترې سیاسي ګټه پورته کړي.

له دې تړون سره د ماسکو د اختلاف ټکې چورکېن داسې بیان کړل:

« د ډیرو هیوادو د بیا بیا غوښتنې سربیره، د دې تړون مسودې غیردولتي اوغیرقانوني موسسو ته د وسلو استول نه دې منع کړي. دغه تشه د پام وړ ده چې پرته له څه شکه د وسلو د سوداګرۍ د تړون د تطبیق پر اغیزمنتوب تاثیر کوي»

خو د ( سینچوري فونډیشن) په نوم د نیویارک په څیړنیز مرکز کې د ملګرو ملتو د چارو څیړونکې جیفري لارینتي په دې باور دی چې دغه تړون ډیر عالي معیارونه لري او اوس چې د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې تصویب شو، د تطبیق وړ دی.

تر لسو ډیر کلونه وشول چې ګڼو هیوادونو او فعالانو غوښتل چې دا تړون تصویب شي، دوی په دې نظر دي چې په نړۍ کې باید د وسلو سوداګري تنظیم شي او هڅه وشي چې دا وسلې ترورستان، یاغیان او جنایتکاران ترلاسه نه کړي.
XS
SM
MD
LG