په سوېل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ مسولين خبر ورکوي چې ډېر ژر به د وسلوالو ځپلو په موخه عمليات پيل کړي.
د يادې قومندانۍ قومندان محمدشريف يفتلي تېره ورځ د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، افغان امنيتي ځواکونه په يوازې ځان کولی شي د وسلوالو پر ضد عمليات ترسره کړي.
ده وويل دغه پيل کېدونکي عمليات به يې د عقاب په نوم په پکتيا،خوست،پکتيکا،غزني او ميندان وردګو ولايتونو کې ډېر ژر پيل شي.
نوموړي دا هم وويل چې د عملياتو په ترڅ کې به يې د ضرورت پر مهال بهرني ځواکونه هم ملاتړ ته ورودانګي، د ده په خبره چې په تېرو عملياتو کې دوی زياتې لاسته راوړنې کړې دي چې وسلوالو ته يې د ګڼې مرګ ژوبلې ور اړولو ترڅنګ، ترې سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي.
دی وايي چې د ځواکونو په پياوړتيا سره يې د عملياتو پر وخت د وسلوالو په نسبت د تلفاتو کچه بيخي راټيټه شوې:
"په دې وروستيو کې زموږ ځواکونه په ښو وسلو سمبال او پرته له کومې ستونزې کولی شي، خپل عمليات ترسره کړي، دښمن ته اوس ډېر تلفات اوړي او موږ د هغوی په نسبت هېڅ تلفات نه لرو"
يفتلي د دې خبري ناستې پر مهال وويل د تېر کال په ترڅ کې اتيا ۸۰ سلنه عمليات افغان ځواکونو پرته له بهرنيو سرتېرو په برياليتوب ترسره کړي او په دې عملياتو کې به هم هڅه وکړي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.
افغان ځواکونه په داسې حال کې په سوېل ختيځ زون کې د عملياتو خبر ورکوي چې د هوا له تودوالي سره د وسلوالو طالبانو په بريدونو کې هم زياتوالی راغلی.