د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

کابل: وسلوال مخالفین هڅه کوي، چې خپلې حملې په کابل متمرکزې کړي


د کابل امنیتي مسوولین وايي، چې وسلوال مخالفین هڅه کوي چې روان لمریز کال خپلې پنځه اتیا فیصده حملې په کابل ښار کې وکړي.

د ملي امنیت، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو د سې شنبې په ورځ غونډه وکړه او د وسلوالو مخالفینو د حملو د مخنیوي لپاره یې د لا ډیرې همغږۍ د رامنځ ته کولو پر لارو چارو بحث وکړ.

په کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ زون قوماندان تورنجنرال قدم شاه شهیم له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"کابل ځانګړې ارزښت لري نو ځکه د دوی هدف دغه ښار دی، او له بده مرغه چې سږکال یو ځل بیا د دښمن هدف د ګڼې ګوڼې ځایونه دي، هغه سیمې چې عام خلک ډیر پکې وي.

تیر کال یې دوه هدفه درلودل یو د خلکو په زړونو کې ویره اچول او بل هدف یې پوځيان وو، خو سږکال یې هدف د پوځیانو تر څنګ ملکي خلک هم دي، هیله مند یو چې خپلو دغو شومو اهدافو ته ونه رسیږي."


د کابل ولایت د ملي امنیت رییس جنرال میرزا محمد رحیمي هم پدې غونډه کې د وسله والو مخالفینو په تشکیلاتو کې د بدلونونو له رامنځ ته کیدو پرته پورته کړه.

هغه وویل طالبانو په پيښور ښار کې د ۱۳۹۱ کال د تلې میاشتې په پنځلسمه نیټه د خپل مشر ملا محمد عمر د هدایت له مخې پخپلو تشکیلاتو کې بدلون راوست.

هغه وویل، دغه غونډه د پیښور د مالي کمیسون مشر مولوي عبدالقدیر لخوا جوړه شوې وه.

جنرال رحیمي وایي د پیښور د مالي کمیسون پخوانی مشر حافظ محب الله په کابل کې د وسله والو مخالفینو د تش په نوم والي اوپه کابل کې د وسله والو مخالفنیو پخوانی نومول شوی والي عبدالهادي پشه يي د پیښور د مالي کمیسون غړی ټاکلی.

دی همدا راز وایي په کندهار کې د وسله والو مخالفینو د پوځي کمیسون پخوانی مسوول مولوي شرین د پیښور د پوځي کمیسون د مسوول او د پیښور د پوځي کمیسون پخوانی غړی مولوي هدایت الله په کابل کې د ځانګړیو ځان وژونکو بریدونو د مسوول په توګه ټاکل شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل دامنیې قومندان ایوب سالنګی وايي چې په کابل ښار کې اکثره حملې په ګاونډیو هیوادونو کې طرح کیږي:

"د عقاب تر نامه لاندې عملیات او نور پسرلني او ژمني عملیاتونه مو د امنیت ټینګولو، د قانون حاکمیت د ټینګولو، د دولت د حاکمیت او د تهدیداتو د له منځه وړلو او ښې حکومتدارۍ لپاره د شاهین باران او هندوکش تر نامه لاندې عملیات به جاري شي."

په کابل ښار د ځان وژونکو حملو د ډیریدو په هکله پداسې حال کې خبرې کیږي چې تیر کال هم کابل ښار د ګڼ شمیر ځان وژونکو حملو شاهد وو.

د صدارت څلورلاره کې د ملي امنیت ریاست ته نږدې حمله، د دفاع وزارت ته نږدې ځان وژونکې حمله او د ترافیکو په ریاست حمله د دې ځان وژونکو حملو بیلګې دي.

په دې حملو کې له پوځیانو پرته یوشمیر ملکي کسان هم مړه او ټپیان شول.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG