د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

"پاکستان دې د افغانستان په اړه په خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي"


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي د پاکستان د لوی درستیز د خبرې په رد سره چې ویلي یې دي، د افغانستان له خاورې پر پاکستان راکټي حملې کیږي، وايي پاکستان باید د افغانستان په اړه په خپلو ټولو پالیسیو له سره کتنه وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سیامک هېروي ازادي راډیو ته وویل، چې افغانستان له پاکستان سره د دوستۍ اړیکې غواړي خو دا د پاکستان حکومت دی چې د تیرو څو کلونو راهیسې له ترهګرۍ ملاتړ کوي او د افغانستان پر خاورې راکټي حملې کوي:

"د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاورې هیڅ حمله نه کیږي، د افغانستان حکومت ثابته کړې ده چې د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره دوستي او نیکې اړیکې غواړي، خو په بدل کې یې دا خپله د پاکستان حکومت دی چې د تیرو څو کلونو راهیسې راکټي حملې او له ترهګرۍ نه ملاتړ کوي.

له هیچا پټه نه ده چې ځینې مشخصې کړۍ په ‎پاکستان کې اډې لري، پناه ځای او روزنیز مرکزونه لري او ان حکومت ملاتړ له ځان سره لري."


ښاغلي هېروي وویل، د پاکستان دغه پالیسې یې په ګټه نه ده او باید پرې له سره غور وکړي.

نوموړي وویل، چې پاکستان همدا اوس هم د ترهګرۍ له امله په بلا بدمرغیو کې راګیر دی.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین هم په کابل کې د پاکستان له سفیر سره خبرې وکړې او ویې ویل، چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د راکټي حملو دوام به د دواړو هیوادونو اړیکې اغیزمنې کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي لودین د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته نږدې د پاکستاني پوځيانو د تعمیراتي او استحکامي فعالیتونو په اړه د افغان حکومت شدیده اندیښنه څرګنده کړه.

خو د څه باندې یوه کال راهیسې د پاکستان له خوا د راکټي حملو په اړه د افغان چارواکو له شکایتونو وروسته د پاکستان لوی درستیز دغه تور پر افغانستان پورې کړی.

په راولپنډۍ کې د پاکستان لوی درستیز اشفاق کیاني د افغانستان لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډندفورډ سره په کتنه کې وویل، چې ایساف باید د افغانستان له خاورې پر پاکستان پاکستان د راکټي حملو مسله وڅیړي.

لیکوال او ژورنالست صدیق الله بدر وايي، چې پاکستاني چارواکي په دارنګه څرګندونو له یوې خوا غواړي په خپل ولس کې له لاسه وتلی باور بیرته ترلاسه کړي او له بلې خوا د افغانستان د سولې پروسې ته ستونزې جوړې کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت پر پاکستان انتقادونه زیات کړي او له پاکستان سره د موجوده اړیکو په اړه سپینې خبرې کوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان چارواکو دا هم ویلي چې پاکستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ لپاره د نه منلو شرایط لري او ددې هیواد له همکارۍ پرته هم د سولې پروسه پرمخ وړلای شي.

داسې ښکاري، چې افغان حکومت له هغو هلو ځلو نهیلې شوی چې په تیرو څو کلونو کې یې د سولې له پروسې سره د پاکستان د ریښتینې همکارۍ د راجلبولو لپاره کړي دي.
XS
SM
MD
LG