د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۱۷

افغانستان

جاوید لودین: پاکستان دې د ډيورند کرښې په شاوخوا کې خپل یو اړخیز فعالیتونه بند کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له پاکستانه یې غوښتنه کړې، چې د ډيورند کرښې په شاوخوا کې خپل یو اړخیز فعالیتونه بند کړي.

نن د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین په کابل کې د پاکستان له سفیر محمد صادق سره خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، چې ښاغلي لودین نن د ننګرهار ګوشته ولسوالۍ سره نږدې د پاکستاني پوځيانو د تعمیراتي او استحکامي فعالیتونو په اړه د افغان حکومت شدیده اندیښنه څرګنده کړه .

د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، چې جاوید لودین په کابل کې د پاکستان سفیر ته څرګنده کړې ده، چې د پاکستان دولت باید هغه ټول فعالیتونه بند کړي، چې د منل شویو نړیوالو نورمونو مخالف، تحریک امیزه او د کابل د حکومت د توقع خلاف دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر ژمنه کړې، چې د افغان حکومت اندیښنې به پاکستاني مربوطو ادارو ته ورسوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، چې قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې ژمنه کړې ده .

د ولسمشر ویندویانو ازادي راډيو ته نن وویل، چې ښاغلي کرزي قطر ته په خپل وروستي سفر کې له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

خو دا جزیات نه دي ورکړ شوي، چې قطر به د افغانستان د سولې په پروسه کې څه ډول همکاري کوي .

جمهور ریس پرون کرزی پرون له قطره بیرته کابل ته ستون شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټام وېسټ: افغان نجونې او ښځې له رواني فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نه‌شي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زده‌کړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړه‌ورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۹مه خپره کړې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په دغه سفر کې چې د فبرورۍ میاشتې تر۴مې نېټې دوام کوي، له پاکستان، جرمني او سویس څخه کتنه تر سره کړي او له خپلو شریکانو، افغانانو او له بشري مرستندویه ډلو سره به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د کابل – غور لار چې د واورو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

ارشيف

د کابل - غور لویه لاره چې د واورو له امله بنده شوې وه، د ترافیکو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

په غور کې د طالبانو د والي له دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لویه لاره د ټولګټو وزارت د واورو د توږلو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې نن سهار بېرته پرانيستل شوه.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، د غور ولایت په جنوب لوېدیځ کې د شپږو ولسوالیو لارې تېر ماښام پرانيستل شوې وې.

د کابل - غور او د دې ولایت د شپږو ولسوالیو لارې تېره ورځ د سختو واورو له امله بندې شوې وې.

د روغتيا سازمان: د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځو ونډه مهمه ده

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځینه کارکوونکو کار خورا مهم دی، په ځانګړي ډول د ژمي په دې موسم کې.

د (WHO) د افغانستان څانګې پرون ناوخته په خپل ټویټر کې په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار قدردانی کړی، چې افغانانو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو کې یې قرباني ورکړې ده.

طالبانو د مرغومي / جدي پر درېیمه په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې موضوع سخت عکس العملونه وپارول.

له دې سره ګڼو غیردولتي سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا تر یوه حده، یا هم په بشپړ ډول بند کړل.

د محمد نبي خيريه بنسټ د روږدو ميندو او پلرونو له ماشومانو سره مرستې کړي

د روږدو کسانو د ماشومانو يو درسي ټولګی، انځور - ارشيف

د کرېکټ د پېژندل شوي ستوري محمد نبي خیریه بنسټ د روږدو کسانو د درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې له هغو بې‌وزلو ماشومانو سره مرسته وکړه چې میندې او پلرونه یې په نشو روږدي دي.

د کرېکټ پخواني لوبغاړي رئیس احمدزي چې دغه مرستې یې پر دغو ماشومانو وېشلې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "په کار ده نور سوداګر هم له بې‌وزلو کسانو سره مرستې ته راودانګي."

ژمي له راتلو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي په ۲۰۲۳م کال کې به اته ویشت ملیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د طالبان حکومت: تېر کال افغانستان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

ارشيف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو زر، پنځه سوه او نوي کسان وژل شوي دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر خبري اژانس پرون سې‌شنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند بسم الله حبیب له قوله راپور ورکړی، چې په دغو وژنو کې ناموسي، مرموزې او د دښمنۍ له‌مخې وژنې شاملې دي.

په خبر کې راغلي چې، د طالبانو پولیسو په دې موده کې د ځان‌وژنې تر ۳۶۰ زیاتې پېښې هم ثبت کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، تېر یوه کال کې د وژنو په تړاو تر ۱۸۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له بشري حقونو په سرغړونه او له قانون هاخوا په وژنو تورن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له‌مخې د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي چې طالبانو د تېر حکومت امنیتي ځواکونه له وقفې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

د بنګله دېش او دوبۍ په لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې

افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

د سې شنبې په ورځ( د جنورۍ ۳۱مه) د بنګله دېش او عربي متحده اماراتو په سوداګریزو ليګونو کې ۷ افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېدل.

د بنګله دېش په غوره لیګ کې عثمان غني او حمزه هوتک د ډهاکې ډومېنېټورز لوبډلې ته لوبه وکړه.

حمزه په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

عثمان غني چې د لوبې په وروستۍ شېبه کې راووت یوازې ۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او لوبه یې وګټله.

په همدې سیالۍ کې کریم جنت د فارټن باریشال لپاره ولوبېد، هغه په توپ وهنه کې په ۵ توپونو ۱۹ چټکې منډې وکړې او یوه وېکټه یې هم واخیسته.

بل لور ته د عربي متحده اماراتو په نړیوال لیګ کې ۴ افغان لوبغاړي محمدنبي، نوین الحق، نوراحمد او رحمن الله ګربز په شارجه واریرز لوبډله کې ولوبېدل.

دغه لوبه چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې وګټله یوازې نور احمد په کې ښه وځلېد.

هغه په ۴ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او په توپوهنه کې یې۲۳ منډې جوړې کړې.

محمد نبي بیا یوه وېکټ واخیسته او په توپ وهنه کې یې یوه منډه وکړه.

ګربز هم په یوه منډه وسوځېد او نوین الحق بیا ونه توانېد چې کومه وېکټ ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې اوس مهال د بنګله دېش، عربي متحده اماراتو او سویلي افریقا په لیګونو کې نږدې شل افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبیږي.

کندهار کې نامعلومه وسله‌والو دوه کسان وژلي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

نامعلومو وسله‌والو د کندهار په میوند او نېش ولسوالیو کې دوه کسان ویشتلي او وژلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي چې، نامعلومو وسله‌والو تېره ورځ ناوخته په میوند ولسوالۍ کې یو کس ویشتلی او وژلی دی.

د حاجي زید په خبره نامعلومو وسله‌والو موټر سایکل سپرو دغه راز نن په نېش ولسوالۍ کې هم یو کس ویشتلی او وژلی دی.

د نوموړ په وینا د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښو انګېزه نه‌ده معلومه.

ډنمارک زیانګالو افغان مېرمنو ته د پناه ورکولو زمینه برابروي

په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور - December 22, 202

ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانګالو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.

د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې پرون دوشنبه وویل، دوی دغه پرېکړه وروسته تر دې وکړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د فشار کړۍ تنګه کړه.

په راپورونو کې راغلي چې د اروپایي ټولنې د پنا ورکولو ادارې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپل راپور موندنې د ډنمارک د کډوالۍ له شورا سره شریکې کړي دي.

د اروپایي ټولنې دغې کمېټې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د دوی په ټکو زیاتېدونکی فشار د اندېښنې وړ بللی دی.

د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې په اعلامیه کې دا جزیات نه دي ورکړل شوي چې دوی څه شمېر افغان مېرمنو او نجونو ته پنا ورکوي او په کومو شرایطو.

امینه محمد: افغان ښځې د کسب او کار د مشرۍ وړتیا لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، افغان ښځې کولای شي کسب او کارونه رهبري او په خپلو وړتیاو او نوښتونو سره ټولنې ته خدمت وکړي.

مېرمن محمد تېره شپه د سلواغې لسمه په یوه ټویټ کې وویل، افغان ښځې حق لري چې کاري فضا کې ونډه ولري.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره اونۍ یې افغانستان ته په سفر کې په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

مېرمن محمد پر ښځو د طالبانو د کاري او تعلیمي بندیز د لرې کولو لپاره کابل ته سفر کړی و، خو تراوسه طالبانو په رسمي ډول خپلو پرېکړو کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه او بل تللي پلاوي ته د بندیزونو د لرې کولو ژمنې ورکړي دي.

یوناما د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون د طالبانو بندیز غندلی

ارشیف: په فاریاب کې د کانکور ازموینه کې نجونې ګډونوالې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون یې بندیز لګولی دی، غندلې او د دې پرېکړې د سمدستي لغو کېدو غوښتنه یې کړې.

طالبانو د شنبې په ورځ د سلواغې په اتمه په یو رسمي مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکړ چې تر بلې خبرتیا پورې د ښوونځیو نجونو فارغانو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

یوناما پرون په یوه بیان کې د طالبانو دا پرېکړه پر ناسم لوري یوبل ګام بللی او وايي، دا حکم د طالبانو له مخکېنۍ ژمنې سره چې د نوي هجري لمریز کال له پیل سره سم به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانېزي په ټکر کې دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG