د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

معلولو کسانو د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته د خپلو حقوقو غوښتونکي شول


په سلګونه معلولو کسانو په کابل کې مظاهره وکړه او له دولته یې وغوښتل چې حقوق او امتیازات یې باید زیات شي.

دوی په خپلو شعارونو کې حکومت په دی تورن کړ، چې په تیرو یولسو کلونو کې د دوی د ستونزو هواري ته پام نه دی کړی.

مظاهره چېانو په خپل پریکړه لیک کې حکومت ته د خپلو غوښتنو یو اوږد لست اعلان کړ.

په دې کې کې له دولته لا زیات میاشتنې امتیاز، د پارلمان په څوکېو کې لا ډيره ونډه، د دوی تعلیم ته لا ډيره پاملرنه او د معلولینو د ستونزو هواري ته د بیلې بودجې ځانګړي کېدل شامل و.

معلولینو ویل دوی ته اوس دولت په میاشت کې یو زرو دوه سوه افغانۍ معاش ورکوي چې ګوزاره یې نه پرې کېږي.

دوو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

(زموږ اساسی ستونزه دا ده چې مونږ سر پناه نه لرو،موږه معاش نه لرو،زمونږ ژوند خراب دی،زمونږ دماشومانو ژوند خراب دی، زمونږ د تور سرو ژوندخراب دی،موږه داسې یو حقوق نه لرو چې خپل فامیل پری وساتو.

۲ زموږ د معاش په رابطه کې،زمونږ معاش دی لوړ کړی،مونږ ته یو کوفون مقرار کړی،چې مونږ خپلو بچوته د یو طریقی نه یو حلال رزق ورکړو، موږته دی دا دولت یو امتیاز راکړی چې مونږ ته دمنلو وړ وي.)

د شعارونو او د الله اکبر د ویلو تر څنګ مظاهره چېانو څو تابوتونه هم له ځان سره وړل.

ځینو معلولینو ادعا کوله چې په دی تابوتونو کې د هغو معلولینو جسدونه دی، چې د اقتصادی ستونزو له امله مړه شوي دي.

مظاره چېانو ژورنالستانو ته اجازه ور نه کړه چې د تابوتونو منځ وګوري.

دقهر جنو معلولینو تر څنګ یو شمیر ښځینه معلولینی هم تر سترګو کېدلی، چې د دولت د بی توجهی څخه شکایت درلوښت.

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، چې دوی د معلولینو د وضیعت د لا ښه والی په هدف خپلی هلی ځلی کړی.

ددی وزارت ویاند، علی افتخاری د ازادی رادیو سره په خبرو کې وویل، دمعلولینو د میاشتنی حقوقو د لوړوالی په هدف ددوی هڅی روانې دي:

(کومه توجه چې اوس دوی ته کېږي، پرې هغې موږ هم راضي نه یو. خو څومره چې قانون وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نیکه مرغه توانیدلی چې معلولینو ته کار وکړي.

د هغوي د معاش د زیاتیدو په اړه د جمهوري ریاست د مقام له خوا حکم ورکړل شوی دی، پارلمان هم تصویب کړی دی، خو موږ اوس په دې انتظار یو چې دغه حکم توشیح شي. موږ په دې هڅو کې یو چې د هغوی امتیازات زیات شي او چې کله دغه حکم توشیح شي نو د هغوی په معاش کې چې کوم توپیر راغلی هغه به عملي کړو.)

ښاغلي افتخاري ونه ویل، چې د د معلولینو میاشتنی حقوق به څومره زیات شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولین وایی، چې ددی هڅو ترڅنګ یی ځینو معلولینو ته په دی وزارت کې د فنی زدکړو زمینه هم برابره کړی ده

د ولسمشر حامد کرزی د واکمنی په لومړیو کلنو کې معلولینو ته میاشتنی حقوق دری سوه افغانی ورکول کېدی، خو د څو کلنو په تیریدو سره د دغو پیسو اندازه دولس سوه افغانیو ته ورسیده.

خو معلولین وايي چې له دې دې هم زیات شي، ځکه چې د دوی په وینا قیمتي زیاته شوې ده او ورځنۍ اړتیاوې یې نه پرې پوره کېږي.

محمد ابراهیم صافی
XS
SM
MD
LG