د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د افغانستان د ناامنو سیمو ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي


د افغانستان د نا امنو لایتونو یو شمېر اوسیدونکې وايي، په دغو سیمو کې د زده کړې کولو زمینې نشتوالی د دوي د ماشومانو راتلوونکې له خطر سره مخ کړی دی.

دغه کسان وايي، په کلیو او ولسوالیو کې د ښوونځيو نشتون له امله د دوی ماشومان له زدکړو بې برخې دي او اکثره یې په کوڅو او بازارونو کې خپل وخت ضایع کوي.

د هېواد د یو شمېر ناامنو ولایتونو اوسیدونکې وايي، که له یوې خوا یې په سیمو کې ځینې ښوونځي تړلي پاتې دي له بلې خوا په پرانیستو ښوونځيو کې هم د تدریس کېفیت ټیټ دی.

د کندهار د ژیړۍ ولسوال یو شمېر اوسیدونکې وايي، په دغه ولسوالۍ کې د دوی د ماشومانو لپاره ښوونځي نشته له همدې امله ماشومان له زدکړو پاتې دي او په کوڅو او بازار کې په ساعت تیریو وخت تیروي، د دغې ولسوالۍ یو اوسیدونکې وايي:

(نوم مې سید احمد د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکې یم، دلته ښوونځي نشته ماشومان په کوڅو کې مردکې کوي یا هم له یوه بل سره جګړه کوي.

زموږ غوښتنه داده، چې موږ لپاره ښوونځي جوړ شي، چې ماشومان مو په زده کړو بوخت شي او خپل راتلونکې جوړ کړي نه زما په شان بزګر چې سرګردان ګرځم.)

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي، چې د راپورونو له مخې تیر کال هم ۳ میلیونه افغان ماشومان عمدتاً د ناامنیو له امله له زدکړو لرې پاتې شوي.

که څه هم د نوي تعلیمي کال په پيل سره شاوخوا یو نیم میلیون نوي ماشومان د پوهنې د نهه میلیونه کاروان سره یوځای شول خو اوس هم د افغانستان په نا امنو سیموکې د افغان ماشومانو لپاره د زدکړو کولو زمینه نه ده برابره.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکې هم وايي، د دوی د نجونو لپاره ښوونځي نشته او کوم ښوونځي چې د هلکانو لپاره دي د ښوونکو سویه یې ټیټه ده او زدکوونکې نه شي کولای له هغوی څه زده کړي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسیدونکې وايي:

(زما نوم سید عبدالله د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکې یم، د هلکانو لپاره چې کوم ښوونځي دي سم باسواده ښوونکې نه لري او د نجونو لپاره ښوونځي نشته.)

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول افغانستان کې ۴۶۲ ښوونځي تړلي دي.

د پوهنې وزارت چارواکې وايي، دا عمدتا د نجونو ښوونځي دي چې په تیرو کلونوکې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي.

ارزګان یو بل داسې ولایت دی، چې یو شمیر سیمې یې نسبتاً ناامنه دي اوخلک یې وايي، چې تعلیم په کې کم دی.

د دغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکې وايي چې په دې ولسوالۍ کې یوازې دوه ښوونځي فعاله دي:

(زه سیدولي د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکې یم، په ټوله د هراوود ولسوالۍ کې یواځې دوه ښوونځي فعال دي.

د دغې ولسوالۍ په کلیوکې ښونځي شته او تنخواې اخیستل کېږي، هغه ښوونکې یې راوستي چې خپل لاسلیک یې هم نه دی زده، دښوونځي ودانۍ یې جوړه کړې خو څوک نه ورځي، داسې ځایونه شته چې خلکو د ښوونځي دجوړولو وړاندیزونه کړي ښوونځی غواړو خو نه یې جوړوي ورته، هغه ځای چې واسطه لري ښوونځی یې جوړکړی دی ښوونکې دهغه ځای دي تنخوا اخلي. د نجونولپاره خو بیخي ښوونځی نشته.)

د پوهنې وزارت چارواکې وايي د نوي تعلیمي کال په پيل سره هغوي په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ ښوونځي چې مخکې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي و ، پرانیستل.

دوی دغه ستونزې تاییدوي خو د امکاناتو له کمښت شکایت کوي، د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

(موږ له خلکو سره موافق یو چې شکایت لري،دا وا قعیت دی مونږ دومره امکانات نلرو،ښايي په ځینو ځایونوکې مونږ نه یو توانیدلي چې رسیدګي وکړو.

اوسمهال ۷۰۰۰ نورو ښوونځیوته اړتیا لرو خو امکانات یې نلرو.

هرکال مونږ زر بابه ښوونځي جوړه وو،او داښوونځي په هغو ځایونوکې جوړه وو چې لومړنۍ اړتیاوې وي.

په دې برخه کې د معارف بودیجه ډیره کمه ده هیله من یو چې دولت او نړیواله ټولنه په راتلوونکو کلونوکې دې برخې ته جدي پام واړوي.)

د پوهنې وزارت په داسې حال کې دافغانستان په ناامنو او لرې پرتوسیموکې د معارف د ستونزو د حل لپاره د مالي امکاناتو له کمبود خبره کوي چې ټاکل شوې د پوهنې وزیر فاروق وردګ ددغه وزارت د شاوخوا ۵۰ سلنه پراختیايي بودیجې د نه مصرف کولو له امله د ولسي جرګې لخوا استیضاح شي.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د ۱۳۹۲ تعلیمي کال د پرانستلو مراسموکې په نا امنو سیموکې د معارف وضعیت ته په پام د دولت له وسله و الو مخالفینو وغوښتل چې دده په وینا له معارف سره له دښمنۍ لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG