د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۵۴

"د ولسمشر کرزي د ۴۵ فرمان اوه مورده نه دي پلي شوي"


د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزیابۍ کمیټه وایی، تر اوسه د فساد د له مینځه وړلو په هکله د ولسمشر کرزی د پنځه څلویښتم فرمان اوه مورده نه دي پلي شوي.

ددې کمیټی د دارالانشا ريیس ددوشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د دې فرمان له اته دیرشو مادو څخه درویشت په نیمګړی توګه او یوازی اته مادې یې په بشپړه توګه پلي شوي دي.

په دولتي ادارو کې د ظرفیتونو کموالی او ژمنو ته نه پاملرنه هغه عوامل ښودل کېږی چې، د اداري فساد د له منځه وړلو په هکله یی د جمهورريس کرزی د پنځه څلویښتم فرمان د مادو پلي کول ټکني کړي دي.

د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزیابۍ د کمیټې د دارالانشا ريیسې سیما غني د دوشنبې په ورځ ازادی رادیو ته وویل، د یاد فرمان د پلي کېدو ارزیابی ښی چې تر اوسه یی اوه مادې پلې شوي نه دي:

«موږ تل د دې فرمان ملاتړي وو، خو کله چې مو له مختلفو ارګانونو سره اړيکې ونیول، له بده مرغه چې دوی په بشپړه توګه ژمن نه دی.

څو ولایتونه چې مو ارزیابی کړل، هلته هیڅ مثبت بدلونونه ونه لیدل شول.

یوازی د والیانو د مرستیالانو په مساله کې نه بلکې په څارنوالیو او داسی نورو ځایونو کې هم بدلون ونه لیدل شو.

هیله ده سیمه ييز ارګانونه په دې ادارو فشار راولي څو د فرمان په پلي کېدو کې، زیاته توجه وکړي.»

دې وویل، په عدلي او قضایې چارو او د دولتي کارکوونکو په ټاکلو او ګمارلو کې، اوس هم یو لړ ستونزې لیدل کېږي.

د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزیابی کمیټی په دې وروستیو کې په یو خپور شوی راپور کې ویلي چې، د اداري فساد د له منځه وړلو په هکله د جمهورريیس د فرمان له اته دیرشو مادو څخه درویشت په نیمګړي توګه او اته یی په بشپړه توګه پلي شوي دي.

دا کمیټه تاکېد کوي چې، دولتي ادارې د دې فرمان د مادو پلي کول جدي کړي، دا کمیټه له کورنیو او بهرنیو متخصصینو جوړه ده.

خو د وزیرانو شورا د دارالانشا چارواکې وایې، داسې شواهد نشته څو ثابته کړي چې، د جمهورريیس د پنځه څلویښتم فرمان مواد نه دي پلی شوی.

د وزیرانو شورا د دارالانشا د ارزیابۍ ريیس سیداحسان طاهري ازادي رادیوته وویل، تر اوسه یاد فرمان اتیا فیصده پلي شوی او شل فیصده یی د پلي کېدو په حال کې دی:

«د افغانستان دولتي ادارې باید، دې ګډې او خپلواکې ادارې ته د راپور ورکولو مسئولې اوسې.

کوم معلومات چې موږ یې لرو، د چارو د ادارې همکاران چې سیمو او ادارو ته لاړل او ارزیابی یی وکړه، یو سلو شل مورده پکې پلی شوي.

یوڅه موارد یی چې تر اوسه نه دي پلی شوی، هغه هم د پلي کېدو په حال کې دي.»

ښاغلی طاهري وایې، د دې فرمان له مخې، تر اوسه د اداري فساد په سلګونو دوسیی او همدارنګه په زرګونو نورې دوسیې چې له پخوا راهیسې ځنډیدلی وې، تصفیه شوې دی.

د افغانستان جمهورريیس حامد کرزی شاوخوا اته میاشتې مخکې د اداري فساد د له منځه وړلو او د حکومتي چارو د سمون لپاره یو فرمان صادر کړ.

د جمهورريیس په فرمان کې له سترې محکمی غوښتل شوی چې، په شپږو میاشتو کې دې، د اداري فساد، قضایي چارو، د ځمکو د غصب او د زنځیریی وژنو دوسیې فیصله کړي.

جمهورريیس په دې فرمان کې له لوړ پوړو دولتي چارواکو هم غوښتي چې د قانون ماتوونکو، جناتیکارو، او مفسدینو له نږدیوالي دې ډډه وکړي او عدلي او قضایې ادارو ته یی سپارښتنه کړې چې، که داسې موارد څرګند شي، هرڅوک چې وي او هر دولتي مقام پورې چې اړه ولري، باید پر ضد یی قانوني اجراات وشي.

راپورخان محمد سیند
XS
SM
MD
LG