د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

امنیتي ادارې: سږ کال د ټولو پوځي عملیاتو مشري موږ اخلو


د افغانستان امنیتي ادارې وایي، چې روان لمریز کال به په دې هېواد کې سل فیصده پوځي عملیات د دوي له خوا کېږي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسئولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د امنیتي مسئولینوتو ورسپارلو او په خپلواکه توګه د عملیاتو لپاره یې تیاری نیولی.

کابل او واشنګټن له مخکې پریکړه کړې وه، چې روان پسرلی به د پوځي عملیاتو سل په سلو کې مشري افغان ځواکونه پر غاړه اخلي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، چې روان کال به په هېواد کې د ټولو پوځي عملیاتو مشري افغان ځواکونه کوي، خو دا کار له ستونزو او ګواښونو خالي نه بولي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

“سږ کال غواړو سل په سلو کې د ټولو عملیاتو مشري وکړو، دا چې ټول امنیتي مسئولیتونه افغان لوري ته سپارل کېږي، نو په طبعي ډول د مقابل لوري فعالیتونه هم ورسره ډیريږي، چې وښيي افغان ځواکونه دا توان نه لري، دغسي کوښښونه کېږي.

خو له ټولو موجودو ستونزو سره، په بشپړه توګه دا ځواک سته، چې ګواښونه ختم کړي او حالات کنټرول کړي.”


واشنګټن ته د ولسمشر حامد کرزي په وروستي سفر کې نوموړي له خپل امریکايي سیال سره موافقه وکړه، چې روان پسرلي به افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو مشري واخلي.

په کابل کې د ناټو یوه مسوول هم وویل، چې سږ کال به لومړنی پسرلی وي، چې افغان ځواکونه به د ټولو پوځي عملیاتو مشري واخلي.

نوموړي، چې د نوم له خپریدو یې ډډه کوله خبریالانو ته وویل، چې ټاکل شوې ډیر ژر ولسمشر حامد کرزی د امنیت د انتقال وروستی پړاو هم اعلان کړي.

هغه تایید کړه، چې دا یوه ستونزمنه چاره ده، چې افغان ځواکونه ورته اوږه ورکوي، خو په بېلابېلو برخو کې به د نړېوالو ځواکونو مرسته ورسره وي.

په پسرلي کې چې هوا تودیږي په افغانستان کې جګړه هم سخته کېږي.

د دفاع وزارت له ویاند سره په ګډ خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش هم دې ټکې ته اشاره وکړه:

“موږ دا ستونزې لرو او چمتووالی مو ورته نیولی، د امنیتي مسئولیتونو سپارل، د هوا تودېدل او د هیواد جوي حالت بدلون او په ټوله کې ځني ستونزي سره یو ځای کېږي، چې ګواښونه ډیر وي.

خو موږ په عمومي توګه چمتو یو او هیڅ اندیښنه نه لرو، چمتو یو چې هر ډول حملې شنډي کړو.”


تر دې مخکې د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې په 1391 ل کال کې افغان ځواکونو د 84 فیصده پوځي عملیاتو مشري کړې او نژدې 20 زره پوځي عملیات یې کړي.

افغان چارواکې تاییدوي چې د افغانستان ځواکونو ته د امنیت له انتقال سره ددغو ځواکونو مرګ ژوبله تیر کال زیاته شوې وه.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د معلوماتو له مخي د تیر لمریز کال په جګړه کې 1183 تنه پوځیان، 1800 تنه پولیس وژل شوي وو.

د ناټو سازمان او افغان دولت له موافقې سره سم د دوه زرو څوارلسم کال تر پایه د امنیت له انتقال سره سم ټول بهرني محارب ځواکونه هم له افغانستان څخه وځي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG