د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۵

امریکا د کوریا ټاپووزمې ته خفیه جنګي الوتکې استولي


د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکیچ له زیاتیدو سره د امریکا متحدو ایالتونو سیمې ته پرمختلې جنګې الوتکې استولي چې په سیمه کې د امریکا او جنوبي کوریا په روانو ګډوپوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو پرمختللې "اف ۲۲" خفیه جنګي الوتکې چې راداریې نه شي موندلی، جنوبي کوریاته استولي چې په پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

دا تمرینات په داسې حال کې ترسره کیږي چې؛ د کوریا په ټاپووزمه کې کړکیچ ډېرزیات شوی دی.

واشنګټن اف ۲۲ رپورټرز الوتکې په جاپان کې له خپلې پوځي اډې څخه په سیمه کې د امریکا او جنوبي کوریا د روانوګډو پوځي تمرینانو د ملاتړ لپاره استولي دي.

د روانې اونۍ په پیل کې متحدوایالتونو خفیه "بي ۲" بم غورځونکي الوتکې دغو تطبیقاتو ته استولې وې چې؛ پیونګیانګ دغه اقدام غندلی او هغه یې لمسونکی بللی و.

د جنوبي کوریا ولسمشرې "پارک ګیون هي" نن د دفاع له وزیر "کیم کوان جین" او نورو لوړ رتبه پوځي چارواکو سره وکتل. له کتنې وروسته هغې وویل چې؛ دا د شمالي کوریا ګواښونه ډېر جدي انګیري.

"که د جنوبي کوریا او د دې هیواد د خلکو په وړاندې هرلمسونکی اقدام وشي؛ نو به له سیاسي ملاحظاتو پرته ورته په لومړي قدم کې سخت پوځي ځواب ورکړل شي."

په عین حال کې د شمالي کوریا مشر "کیم جونګ اون" د تېرې یکشنبې په ورځ د هېواد لپاره د یوه نوي ستراتیژیک دریځ اعلان وکړ. "کیم" د واکمن کارګرانو د ګوند د مرکزي کمیټې د پراخې غونډې مشري کوله. دا له ۱۹۹۳ کال راهیسې لومړی ځل دی چې؛ دغسې پراخه غونډه جوړیږي.

کیم وویل، د شمالي کوریا اټمي وسلې هغه څه نه دي چې؛ پرې چنې ووهل شي او له دې سره چې د هېواد اټمي وسلو ته پراختیا ورکوي؛ دې ته هم ژمن دی چې، د نړیوالو له خوا اقتصادي بندیزونو سره سره د هیواد اقتصاد ته وده ورکړي.

د کوریا په ټاپووزمه کې کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې؛ شمالي کوریا د تیرې فبرورۍ په میاشت کې درېم اټمي ازمیښت ترسره کړ چې؛ له امله یې ملګرو ملتونو او واشنګټن پر پیونګ یانګ نوي بندیزونه ولګول.

د مارچ په دېرشمه پیونګیانګ د جګړې حالت چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ موجود و؛ اعلان کړ. د شمالي کوریا وسله والو ځواکونو په جنوبي کوریا او سیمه کې اډې په نښه کړي دي.

تیره اونۍ د شمالي کوریا دولتي اژانس اعلان وکړ چې؛ د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو قطعې یې د امریکا په ګوام، هوایي او د دې هیواد د خاورې دننه نورې پوځي اډې په نښه کړې دي.

دغه راز ټاکل شوې ده چې، د شمالي کوریا پارلمان نن غونډه وکړي.
XS
SM
MD
LG