د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر لاسته راوړڼې


د جمهوري ریاست چارواکي وايي، چې قطرته د ولسمشر حامد کرزي په سفر کې د دې هېواد چارواکو د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې ژمنه وکړه.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په دې سفر کې د داوړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پياوړتیا هم خبرې شوي دي.

که څه هم له دې وړاندې قطر ته د ولسمشرحامد کرزي د سفر اصلي هدف طالبانو ته د دفتر پرانیستل کیدو په اړه له قطري چارواکو سره مذاکرات ښودل شوي و، خو د جمهوري ریاست چارواکي د دغو مذاکراتو په اړه ډیر معلومات نه ورکوي.

د جمهوري ریاست د ویاند یوه مرستیال فایق واحدي وویل، چې ولسمشر حامد کرزي په خپل دې سفر کې له قطري چارواکو سره په بېلابېلو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي واحدي، چې د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، د قطر امیر له ولسمشر حامد کرزي سره ژمنه کړې، چې د سولې له بهیر سره به همکاري کوي:

"د ولسمشر د سفر اصلي هدف دا وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پياوړې شي او د سولې په ټینګښت کې د قطر رول معلوم شي.

خبرې ترډیره په دې متمرکزې وې چې قطر څنګه کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټور رول ولوبوي.

د قطر امیر هم وویل، چې د افغانستان د سولې اوثبات سره هرډول همکاریو ته چمتو دی."


ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په یوه دوه ورځني سفر قطر ته روان شو او د یکشنبې په ورځ ناوخته بیرته خپل هېواد ته راستون شو.

ولسمشر دوحې ته د خپل سفر پرمهال له قطري چارواکو سره بیره په هغه هیواد کې له میشتو افغانانو او د هغه هیواد له پانګه والو سره هم وکتل.

خو یو شمیر افغان کتوونکي وایي، قطر ته د ولسمشر حامد کرزي سفر هغسې لاسته راوړنې نه درلودې لکه څنګه یې چې تمه کیده.

د سیاسي چارو یوه کارپوه حاجي سید داوود ازادي راډیو ته وویل، ترڅو امریکا او طالبان په خپل منځ کې سره موافقې ته ونه رسیږي د ولسمشر دارنګه هڅې نتیجه نه ورکوي:

"عمده او اساسي خبره داده چې دوی بیا له قطري چارواکو څخه وغوښتل، چې طالبان له دوی سره مزاکراتو ته مجبور کړي، ترهغو چې طالبان او امریکا ترخپل منځه موافقې ته ونه رسیږي په هیڅ صورت طالبان حاضر نه دي چې له حامد کرزي سره د ولسمشر په توګه خبرې وکړي.

د کرزي صاحب هلې ځلې په دې سویه دي چې پاکستان ته وښيي، که تاسې همکاري نه کوی قطر له مونږ سره همکاري کوي."


په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو طرحه په لومړي سر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو په پټو خبرو کې رامنځ ته شوې وه.

ولسمشر حامد کرزي قطر ته په داسې حال کې سفر وکړ، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې یو څه ترینګلې شوې وې.

اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG