د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

ولسمشر کرزی د قطر له سفر څخه هېواد ته راستون شو


افغان ولسمشر حامد کرزی د قطرله سفره پرون بېرته هیواد ته راستون شو.

افغان ولسمشرحامد کرزي قطر ته په سفرکې پرون د دې هیواد له امیر "شیخ حمد بن خلیفه الثاني" سره وکتل او په دې اړه چې دا هېواد په افغانستان کې د سولې له بهیر او د طالبانو لپاره په دوحه کې د دفترله پرانستلو سره څه ډول همکاری کولای شي؛ خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې؛ ولسمشر دغه راز د قطر له امیر سره په افغانستان کې د قطر د پانګونې په ګډون د دواړوهیوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر مسالو خبرې وکړې.

که څه هم په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه چې په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو په اړه څه پرمختګ حاصل شوی او که نه؟ څه نه دي ویل شوي؛ خو په دې وروستیو کې په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.

د افغان چارواکو په وینا، قطر ته د ولسمشرکرزي د سفریو اساسي هدف هم همدا و چې؛ قطر په څه ډول کولای شي، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.

د جمهوري ریاست د چارواکو په وینا، د قطر امیر ژمنه کړې چې، په افغانستان د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره هرډول همکارۍ ته تیاردی.

بریتانوی انډیپنډنټ ورځپاڼې د کرزي د سفر په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې؛ د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم پرافغان ولسمشر فشار راوستی چې؛ له پاکستان سره دې چې د ورځپاڼې په وینا، د سولې په روان بهیراو د دې بهیر د بریالیتوب لپاره په روانو هلو ځلو کې د مهم لوبغاړي په توګه ورته کتل کیږي؛ خپل اختلافات یوې خواته کړي.

د انډیپنډینت په وینا، د پاکستان رول ځکه مهم دی چې؛ همدې هېواد قطر ته د طالبانو د مشرانو د تګ لپاره زمینه برابره کړې؛ ترڅو هلته د ځان لپاره دفتر پرانیزي.

انډیپنډنټ لیکي، یوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو پاکستان تورن کړی چې؛ دا هېواد سره له دې چې پرطالبانو پراخ نفوذ لري؛ د سولې په برخه کې خپلې ژمنې نه پرځای کوي او د نه منلو وړغوښتنې یې رامخ ته کړي دي.

اسلام اباد بیا ویلي چې، له افغان ولسمشر سره کار نشي کولای.

له بلې خوا طالبانو هم ویلي چې، په قطر کې د دفتر پرانستل په کرزي پورې اړه نه لري بلکه دا د دوی او د قطرد حکومت ترمنځ مساله ده. طالبانو دا هم ویلي و چې؛ هغه استازي به یې چې په اوس وخت کې په دوحه کې دي له کرزي سره ونه ګوري.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې هم د دې یادونه شوې چې؛ ولسمشر په دې سفرکې د طالبانو له استازو سره نه دي کتلي.

ویل کیږي چې، د طالبانو یوشمېر استازي همدا اوس په قطرکې دي.

د انډیپنډنټ په وینا کابل اسلام اباد تورن کړی چې؛ هڅه کوي د افغانستان د حکومت د مخالفو سیاسي ډلو او طالبانو ترمنځ خبروته زمینه برابره کړي؛ ترڅو په دې سره د افغانستان حکومت کمزوری کړي.
XS
SM
MD
LG