کابل چاپ کڼ شمېر ورځپاڼو قطر ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر او لاس ته راوړونو په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر حامد کرزي قطري سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.
ورځپاڼې د ولسمشر کرزي خبرې راخیستې چې په قطرکې یې سوداګرو ته کړې.
کرزي هغوی ته ویلي، په افغانستان کې د کان ایستنې، کور جوړونې، برېښنا او انرژۍ، ټوریزم، بانکوالۍ، هوټل لرلو اونورو ساحوکې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
ورځپاڼه د ولسمشر کرزي له خولې وړاندې لیکي؛ د افغانستان راتلونکی تضمین شوی، ځکه د امریکا او چین په څېر له پیاوړو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې شوې دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د ولسمشر کرزي او د قطر امیر ترمنځ شوې خبرې راخیستې، ورځپاڼه لیکي؛ کرزي ویلي چې، د سولې د ټینګولو لپاره به په هرډول چې وي؛ هلې ځلې کوي.
یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي، ولسمشر قطر ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون هېواد ته راستون شو.
محور:
محور ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکي؛ په قطر کې امیر ته د کرزي د وړاندیزونو په منځ کې دوه یې ډېر مهم دي؛ اول دا چې د قطر دفتر طالبانو ته د مرستو راټولولو د ادرس په توګه نه کارول کیږي او دویم دا چې په دې مرکز کې دې د طالبانو بیرغ نه رپیږي.
د سرمقالې د لیکوال په باور که په دې برخه کې فکر ونه شي او ضمانت وجود ونه لري، نو وېره شته چې د قطر دفتر به د نړیوالو استخباراتي چېنلونو ترسیوري لاندې کټ مټ هماغه دفترشي؛ چې د ډاکټر نجیب د حکومت د نسکورولو پرمهال په پاکستان کې د جهادي تنظیمونو دفترونه و.
ملي باور:
د ملي باور ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "په قطر کې د سولې د دفتر خبره ګونګه پاتې شوه!"
د لیکوال په باور دا هم ناشونې ده چې؛ افغان ولسمشر به د قطر له مشرانو سره د سولې د بهیر او وسله والو ډلو ته د دفتر پرانستلو په اړه څه نه وي ویلي.
د سرمقالې د لیکوال په اند، که افغان دولت د سولې لپاره داسې دریځ غوره کړي چې؛ د سولې چارې باید یواځې د افغان دولت او په ځانګړې توګه د سولې د عالي شورا له خوا پرمخ ولاړې شي. خو که دریځونه د اوږد مهال لپاره پټ پاتې شي، شاید ګټور ثابت نه شي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم د کرزي خبرې راخیستي؛ چې ویلي یې دي، افغانانو د سولې په برخه کې زیاتې قربانۍ ورکړې دي او ډاډ ورکوي چې، سولې ته به رسیږو.
هېواد:
بلې دولتي ورځپاڼې هېواد د قطر د امیر خبرې نقل کړي چې؛ له ولسمشر کرزي سره یې په خبرو کې ویلي؛ د قطر پانګوال لېوالتیا لري، چې له دغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د هېواد د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، په قطر کې د وسله والو طالبانو لپاره د سولې د خبرو په هدف د دفتر پرانیستل د افغانستان په کورنیو قضایاوو کې د پاکستان رول محدود کړی.
د سرمقالې په پای کې راغلي، بل لوری افغانان له جګړې ستړي شوي او قطر ته کرزي سفر به وکولای شي؛ چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دسیسه ناکامه کړي.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان