د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۱۵

امریکايي پوځیان یوازې له نرخ ولسوالۍ څخه وتلي


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې له میدان وردګو څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو مقاله لیکلي ده او په پیل کې یې وايي:

د شنبې په ورځ د امریکا پوځي مشرانو د میدان وردګو د هغې سیمې امنیتي مسوولیت په رسمي توګه افغان چارواکو ته وسپاره چې؛ ولسمشر حامد کرزي په کې د امریکا ځانګړي ځواکونه د تښتونو او د بشري سرغړاویو مسوول بلل.

ورځپاڼه وايي، په لومړی سر کې ولسمشر حامد کرزي غوښتل چې؛ د میدان وردګ له ټول ولایت څخه دې بهرني ځواکونه ووځي؛ خو وروسته یې ومنله چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو وتنه دې یوازې په نرخ ولسوالۍ پورې محدوده وي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ له خولې وايي؛ هماسې چې موږ ژمنه کړې وه، زموږ ځواکونو د نرخ ولسوالۍ امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي او دوی اوس په دې مهمه ولسوالۍ کې د امنیت بشپړ مسوولیت لري.

د ډانفورډ له خولې وړاندې ویل شوي دي چې؛ د میدان وردګ ولایت د نورو سیمو د امنیت سپارنه به د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا او ظرفیت په زیاتیدو د وخت سره سم افغان لورې ته وسپارل شي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، ولسمشر کرزي په دې وروستیو کې په هغو ادعاوو د کابل او واشینګټن ترمنځ اړیکې کړکیچنې کړې چې؛ ویل یې، په نرخ ولسوالۍ کې امریکايي ځانګړو ځواکونو او د دوی افغان همکارانو د دې ولسوالۍ نهه عام اوسیدونکې یرغمل کړي دي او د یو بل کلیوال مړی یې تر وژلو وروسته غورځولی دی.

د امریکا پوځي چارواکو د ولسمشر کرزي دا ادعاوي په شدت رد کړي او په میدان وردکو کې د قانون پلي کولو سیمه ییزو ادارو هم ویلي دي؛ چې د کرزي دا ادعاوي کوم بنسټ نه لري.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وايي، میدان وردګ مهم ولایت ګڼل کیږي؛ ځکه چې دا د پایتخت کابل لویدیځه دروازه ده.

ورځپاڼه د میدان وردګ د قانون پلي کونکو چارواکو له خولې وايي چې؛ د امریکا د ځانګړو ځواکونو په تلو دوی اندېښمن دي چې؛ له دې سره به په سیمه کې امنیت خراب شي او طالب وسله وال به پر کابل چې له وردګو ورته د موټر نیم ساعت لاره ده د بریدونو فرصت ترلاسه کړي.

د ګلوبل پوسټ په نوم یوې بلې امریکايي ورځپاڼې هم همدا مساله څیړلې او په یوه برخه کې یې د میدان وردګو د یو حکومتي چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی یاد شوی؛ وايي، دوی خوشاله دي چې، د ولسمشر کرزي له خوا د شوې موافقې له مخې له دې ولایت څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو یادونه نه ده شوې.

دغه چارواکي ویلي دي، چې سیمه ییز امنیتي چارواکو اندېښنه لرله چې زموږ نوي ځواکونه به دا وړتیا ونه لري چې؛ وسله وال له سیمې لرې وساتي.
XS
SM
MD
LG