د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

په څلورو ولایتونو کې د کوکنار اړولو کمپاین پیلیږي


Afghanistan -- A policeman destroys a poppy field in the Nad-e Ali district of Helmand province, 20Mar2013
Afghanistan -- A policeman destroys a poppy field in the Nad-e Ali district of Helmand province, 20Mar2013
د افغانستان له مخدرو موادوسره د مبارزې وزارت وزارت وايي چې؛ سږ کال په هېواد کوکنارو کښت زیات شوی دی.

که څه هم له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت سږکال په هیواد کې د کوکنار د کښت د زیاتوالي خبر ورکوي؛ داهم وایي چې، د کوکنارو د کروندو اړولو ته یې هڅې تیزې کړي دي.

د دې وزارت ویاند قیوم سامر د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ پریکړه شوې چې، په روان لمریزکال کې د کوکنارو پنځه لس زره هکتاره ځمکه له دې بوټي پاکه شي.

ده وویل دا پروګرام اوسمهال د هېواد په څلورو ولایتونو کې پیل شوی دی:

"موږهمدا اوس د هېواد په څلورو ولایتونو کې عملاً د کوکنارو د کښت اړول پیل کړي. یعنې په کندهار، هلمند، فراه او نیمروز کې. دا زموږ د پلان د برخې دېرش فیصده تشکیلوي.

په روان کال کي مو هدف ۱۵۰۰۰ هکتاره ځمکه ده. هیله ده د والیانو په همکارۍ دې هدف ته ورسیږو."


ښاغلي سامر داهم وویل، د دې وزارت د پریکړې له مخې، د کوکنارو د کروندو د اړولو عملیات به د لغمان او ننګرهار ولایتونو په ګډون د هېواد په اتلسو ولایتونو کې هم ترسره شي.

د دې وزارت چارواکي وایي، د دې ترڅنګ به د مخدرو مواد د کارونې د زیانونو په باب د عامه پوهاوي یولړ پروګرامونه هم پیل کړي.

د راپورونو له مخې افغان حکومت تېرکال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شاوخوا لس زره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې وه.

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، له هڅو سره سره، سږکال د هېواد په ځینو سیمو کې پر یو لک او اوه پنځوس زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي چې؛ د پروسږکال په نسبت په کې د پام وړزیاتوالی راغلی دی.

د دې وزارت چارواکي وایي، له مخدرو موادو سره په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو کمېدل او په سیمه کې د مافیا مخ په زیاتېدونکی نفوذ، د دې سبب شوی چې؛ په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راشي.

د دې وزات ویاند وویل، د کوکنارود کروندو د اړولو په هڅو کې د مافیا یوشمېر غړي وژل شوي هم دي:

"درې اویا تنه مخالفین چې وژل شوي، دوی بزګران نه دي، باید فرق یې وشي.

داهغه کسان دي چې، یا د کوکنارو په کښت کې د بزګرو ملاتړ کوي او یایې مجبوروي چې کوکنار وکري یا دا چې مافیا پورې تړلي او په خپله هم کوکنار کري او ساتنې ته یې پر نورو فشارراوړي او دا مساله بیا سیمه ییزو همکاریو ته اړتیا لري."


د دې وزارت چارواکي وایي، هرکال د نړۍ په مارکیټونو کې اویا میلیارده ډالر د مخدرو موادو سوداګرۍ پورې اړه لري چې؛ د نړېوالې مافیا د غړو جیبونو ته لویږي.

افغان چارواکي داهم وایي، تراوسه یې د هېواد په اولس ولایتونو کې د کوکنارو کښت د صفر درجې ته رسولی دی.

د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې د څو کلونو هلو ځلو سره دغه هېواد لا هم د نړۍ د مخدره موادو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد بلل کیږي.
راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG