د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

"د ملي اردو او پولیسو له لیکو څخه هره میاشت ۵ زره سرتیري وځي"


انډیپنډنټ ورځپاڼه د برتانوي مقاماتو په حواله وايي چې؛ د افغان ملي اردو او پولیسو له لیکو څخه په میاشتني ډول د شاخوا ۵ زره سرتیرو وتل د افغانستان د امنیتي ځواک اوږد مهاله اغیز ته ګواښ جوړوي.

ورځپاڼې د برتانيې د حکومت له خوا د ثبات او ډیموکراسۍ په لور د افغانستان د پرمختګونو د څیړنې په ترڅ کې تائید کړې چې؛ د افغان ځواکونو له لیکو څخه د تلونکو سرتیرو اندازه له هغې څخه خورا زیاته ده چې؛ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو مشرانو اټکل کړې وه.

دغه راز د برتانیې د دفاع وزارت خبرداری ورکړی دی چې؛ د افغان امنیتي ځواکونوله لیکو څخه د سرتیرو وتل د یوه ثابت ځواک په توګه د افغان امنیتي ځواکونو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د انډیپنډنټ په وینا، دې ستونزې د هغې پروسې په اړه اندیښنې پورته کړي چې؛ له مخې باید افغان ځواکونه هغه شمیر ته ورسیږي چې له دې هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د امینت ساتلو جوګه وي.

د افغان ځواکونو پر مهارتونو منفي اغیز:

په عین حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم دا منلې ده چې؛ د افغان اردو او پولیسو له لیکو څخه په دومره اندازه د سرتیرو وتل د دغو ځواکونو په مهارتونو باندې منفي اغیز کوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت دا ردوي چې؛ ګواکې په زرګونو سرتیري هره میاشت د افغان امینتي ځواکونو له لیکو څخه اوځي.

د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا ومنله چې؛ د پام وړ شمېر سرتیري د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه اوځي؛ خو نوموړي وايي، د سرتیرو وتل په هغه اندازه نه دي چې د افغانستان په امینتي ځواکونو کې يې کوم بحران رامنځته کړي وي.

"نه موږ د بحران له اصطلاح سره موافق نه یو. دا بحران نه دی، خو له وظیفې څخه د سرتیرو وتل او د هغوی غیر حاضري د اندیښنې وړ ده. دا دومره جدي مساله نه ده، چې ورته بحران وویل شي."

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دا مني چې د اردو له لیکو څخه د تلونکو سرتیرو د مجازاتو او دغه راز د عسکرو د نورو ستونزو د حل لپاره تر اوسه پورې په منظمه توګه کار نه دی شوی.

ناټو په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د زرګونو نویو استخدام شوو سرتیرو د وتلو خبره کوي چې؛ ټاکل شوې په راتلونکې یوه کال د افغانستان امنیتي مسولیتونه په بشپړه توګه افغان لوري ته وسپارل شي او نړیوال سرتیري د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستان څخه اوځي.
XS
SM
MD
LG