د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

"بریتانیا افغان بندیان افغان حکومت ته نه سپاري"


یوشمیر کارپوهان وایي د افغان زندانیانو د سپارلو په اړه د بریتانیې سفارت وروستی اعلامیه په افغان حکومت فشار راوړل دي چې؛ د زندانیانو شکنجه له منځه یوسي.

کارپوهان وایي، په داسې حال کې چې یوناما او حکومت د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې خبره کوي؛ نو بریتانیا غواړي له افغان حکومته یو ډول ډاډ ترلاسه کړي چې؛ ور سپارل کیدونکي زندانیان به نه شکنجه کیږي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي، که بریتانیا په خپل دې دریځ ټینګار وکړي چې؛ د شکنجې په موجودیت کې زندانیان افغانستان ته نه سپاري؛ نو د دغو دواړو هیوادونو اوسنۍ ګرمې اړیکې به یو څه سړې شي.

ښاغلي رنجبر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، برتیانیا د بشري حقونو د نړیوال سازمان اعلامیې ته ژمنه ده او نه غواړي دغه سازمان ته خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

"بریتانیا د بشر د حقونو اعلامیې ته متعهده ده، دا لویه بې اعتباري ده بریتانیا ته چې په داسې شرایطو کې افغان لوري ته زندانیان وسپاري.

خپله افغان حکومت دا اعتراف کوي چې زندانیان ټکول شوي او شکنجه شوي دي.

دا خپله یوه وسیله د فشار ده دبریتانیې له خوا چې دوی د شکنجې معضله حل کړي."


په کابل کې د بریتانیا سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دوی حاضر دي چې ټول افغان زندانیان ژر تر ژره د افغانستان حکومت ته وسپاري.

خو د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي چې که د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو شکنجه موجوده وي نو دوی به د زندانیانو له سپارل کیدو ډډه وکړي.

د برنیا سفارت دغه اعلامیه وروسته له هغې وکړه چې افغان حکومت د بګرام زندان د مسولیت له اخیستلو وروسته له بریتا نیا هم وغوښتل چې زندانیان ور وسپاري.

غوښتل مو د بریتانیې سفارت ددې شرط په اړه د افغان حکومت نظر هم را واخلو، خو د جمهوري ریاست مطبوعاتي مسولین خبرې کولو ته حاضر نه شول.

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې بریتانیايي ځواکونه په افغانستان کې څومره افغان زندانیان له ځان سره لري او چیرته یې ساتي.

خو ګارډین ورځپاڼې په دې وروستیو کې وویل، بریتانیايي ځواکونو په هلمند ولایت کې لسګونه افغانان د ترهګرۍ په تور زنداني کړي دي.

بلخوا د بشري حقونو ځینې فعالان بیا د بریتانیا دا غوښتنه بې ځآیه بولي چې د شکنجې په موجودیت کې به افغان زندانیان خپل حکومت ته نه سپاري.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر عبدالرحمان هوتکي ازادي راډیو ته وویل چې شکنجه د بهرنیو ځواکونو په زندانونو کې هم موجوده ده، نو نه باید په خپل دغه شرط ټینګار وکړي.

"ټول زندانونه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ترواک لاندې دي، ددې هیواد له قانون او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.

زموږ راپورونه ښيي چې د بهرنیو ځواکونو ترولکې لاندې زندانونو کې هم شکنجه موجوده ده، کله چې بهرني ځواکونه دلته د قانون خلاف زندانونه لري او بیا یې د سپارلو لپاره شرط وړاندې کوي دا بې ځایه او د نړیوالو اصولو خلاف خبره ده."


له بریتانوي ځواکونو څخه د افغان زندانیانو د مسولیت اخیستو غوښتنې په داسې حال کې کیږي چې تیره دوشنبه افغان حکومت د بګرام زندان بشپړ مسولیت په غاړه واخیست.

بل خوا دا مهال یو حکومتي پلاوی په دې څیړنه لګیا دی چې بریتانیا په افغانستان کې په کوم شمیر زندانیان لري او په کومو سیمو کې.

شااوخوا درې میاشتې وړاندې یوناما په خپل یوه راپور کې وویل چې د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایونو کې ډیره شکنجه موجوده ده، وروسته افغان حکومت هم دا ستونزه ومنله او د هواري ژمنه یې وکړه.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG