د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۳۹

قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه د ولسي جرګې بیلا بیل نظرونه


د ولسي جرګې ځني غړي د افغانستان د سولي د خبرو په اړه د قطر کوربتوب مهم بولي او هیله من دي چې دې هیواد ته به د ولسمشر سفر مثبت نتایج ولري.

د ولسي جرګې یو غړی ګل پاچا مجیدي وايي، مهمه دا ده چې په دوحه کې د دفتر د پرانستل کیدو لپاره د طالبانو ریښتیني استازي موجود و اوسی.

خو دی په دوحه کي د طالبانو د هغو استازو پر خپلواکۍ شک لري، چې د سولي خبرو ته به حاضریږي او وايي، دوی به د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په لارښوونه کار وکړي.

ښاغلي مجیدي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت باید د هغو طالب مشرانو پر حضور کار کړی وای، چې له افغانستان سره یې خواخوږي درلودای.

"کوم لوری چې اوس په قطر کي د طالبانو استازیتوب کوي، هغوی د (ISI) له خوا بیول سوي او امکانات ورته حکومت ورکړي، هغوی د پاکستان اجنټان دي او د پاکستان په خوښه به کار وکړي.

تر اوسه هغه طالبان چې رښتیا یې پر افغانستان زړه خوږ شي او خپلواک دي، هغوی په قطر کي نسته."


طالبانو څو څو ځلې ټینګار کړی چې په قطر کې یې اوس ځینې کسان موجود دي، چې د هغوی د تحریک رسمي استازیتوب کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د شنبې په ورځ د قطر د امیر په رسمي بلنه دوحیې ته ورسېدی.

د ارګ ماڼۍ د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخي د ولسمشر کرزي ددې سفر د اجنډا یوه برخه په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو په اړه د قطر له چارواکو سره مذاکرات دي.

د ولسي جرګې ځیني نور غړي بیا قطر ته د ولسمشر کرزي دغه سفر د سولي لپاره مهم بولي، خو دوی وايي، چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کي سوله راتلل ستونزمنه ده.

ددې جرګې یو بل غړی او د هرات پخوانی والي سید حسین انوري.

"دا یو لومړنی حرکت دی او بد نه دی، د سولې د بهیر په اړه چې هرځای وي باید دغه ډول اقدامات تعقیب شي.

خو که په رښتېنې توګه پاکستان د سولي په موضوع کي شریک نه سي، په افغانستان کي سوله دوام نه سي کولای، ولي چې د افغانستان په درد، غم او رنځ کي پاکستان رول درلودلی دی، د طالبانو په غښتلتیا کي یې رول درلودی.

نو په افغانستان کي د جنګ د ختمولو او سولي راوستلو لپاره پیاوړی او ټاکونکی رول لري."


د ولسي جرګې یو شمېر غړي په داسي وخت کي د افغانستان د سولي په بهیر کي د پاکستان پر رول ټینګار کوي، چې افغان حکومت په وروستیو ورځو کي ویلي، د پاکستان له همکارۍ پرته به د سولي لپاره کار وکړي.

د افغان چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاره شوي چې د سولې لپاره د پاکستان د همکارۍ د راجلبولو لپاره د افغان حکومت د څو کلونو هلې ځلې تراوسه بې نتیجې دي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG