د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د اسرائيل او ترکيې اړيکې په عادي کېدو دي


د فرانسې خبري اژانس لیکي، دا چې اسراییل رسماً بخښنه وغوښته او ترکیې هم قبوله کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ موجوده خړه فضا پاکه کړه.

په ترکیه کې د سیاحت یا ټوریزم سکتور هیله مند دی؛ چې یو وار بیا سیلاني اسراییلیان دې هیواد ته مخه کړي او د کرکې رابطه به په مینه بدله شي.

د اسراییل او ترکیې ترمنځ روابط په ۲۰۱۰ میلادی کال کې غزې ته د مرستو پر کاروان د اسراییلي ځواکونو تر حملې وروسته وشلیدل.

په دې حمله کې یو شمېر ترکي وګړي ووژل شول او انقرې له هغه راهیسې ټينګار کاوه، چې اسراییل باید په دې خاطر رسمي بخښنه وغواړي.

د اسراییل حکومت څو ورځې مخکې له ترکیې بخښنه وغوښته او دا تمه یې پيدا کړه، چې ښايي یو وار بیا اسراییلي سیلانیان ترکیې ته مخ کړي.

په ترکیه کې د هوټلونو د خاوندانو د ټولنې مشر "تیمور بایندیر" په باور د تیرې اونۍ د ډیپلوماټیک پرمختګ په پایله کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خوابدۍ فضا له منځه تللې ده.

تیمور د فرانسې خبري اژآنس ته ویلي:

"تر بخښنې وروسته فکر کوم، چې سږکال به پنځه لکه اسراییلي سیلانیان راشي."

دی یوازنی ترک نه دی، چې په دې ارتباط خوشبیني څرګندوي.

په ترکیه کې د مسافر وړونکو شرکتونو د اتحادیې مشر "بصاران السوي" هم په دې باور دی؛ چې د دواړو هیوادو ترمنځ همکارۍ به له سره پيل شي.

د اسراییل او ترکیې روابط تر وروستي کړکیچ مخکې، ډير ګرم وو او د مدیترانې پر غاړه د ترکیې تفریحي ښارګوټي به هر کال د هغو زرهاوو اسراییلي سیلانیانو کوربه و؛ چې د رخصتیو د تیرولو لپاره به دې هیواد ته ورتلل.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې په ۲۰۰۸ کې څه باندې پينځه نیم ملیونه سیلانیان ترکیې ته تللي وو؛ چې په هره ۱۳ کسیزه ډله کې یو تن اسراییلی و.

د اسراییل او ترکیې روابطو په ۲۰۰۹ کې پر غزه د اسراییل د دوه ویشت ورځنیو پوځي عملیاتو له پيل سره په خرابیدو پيل وکړ.

په دې عملیاتو کې لږترلږه څوارلس سوه فلسطینیان ووژل شول، چې ترکیه یې سخته په غصه کړه.

ترکیې پر اسراییل تور ولګاوه، چې له غیر متناسبې قوې څخه یې کار اخیستی دی.

دې انتقادونو اسراییل ته هم خوند ورنه کړ او د دې هیواد تجارتي شرکتونو د ترکیې د تحریم (بایکاټ) پریکړه وکړه او په تریکه کې د د سیلانیانو شمیر درې لکو ته را ټیټه شو.

تر دې یو کال وروسته ( ۲۰۱۰ میلادي) د اسراییل پوځ غزې ته د مرستې پر کاروان حمله وکړه؛ چې نهه تنه ترکي وګړي په کې ووژل شول.

له دې حملې وروسته ترکیې د اسراییل سفیر له خپلې خاورې وایست او د دواړو ترمنځ پوځي همکارۍ هم وځنډول شوې.

قهرجنو ترکانو د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې مظاهرې وکړې او د اسراییل بیرغونه یې وسوځول.

له دې سره سم اسراییلي سیلانیانو هم ترکیې ته شا کړه او رپوټونه وايي، چې د تیر ۲۰۱۲ کال په ترځ کې یوازې اتیاز زره اسراییلیان دې هیواد ته ورغلي وو.

په ترکیه کې د اسراییل د توریزم د ودې شرکتونو د اتحادې مشر ایال کشدان وايي:

"تر بخښنې مخکې، موږ پر بلغاریا او یونان ډيره اتکا کوله خو تیره اونۍ موږ یو وار بیا د ترکیي تولیداتو تبیلغ ته مخه کړه.

خو دی وايي: فکرنه کوم، چې دومره ژر به ترکیې ته د اسراییلي سیلانیانو سیل رامات شي. فکر کوم، چې زموږ خریداران وخت ته اړتیا لري؛ تر څو یو وار بیا د ترکیې له تولیداتو سره عادي شي."
XS
SM
MD
LG