د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۴۶

افغان حکومت د مالیو او ګمرکي ټکس له لارې ۱،۴ ملیارده ډالر راغونډ کړي


د افغانستان حکومت په تیرمالي کال کې د مالیې او ګمرکي ټکس له درکه لږترلږه یو ملیارد او څلور سوه ملیونه ډالر راغونډ کړي وو.

که چیرې دا اندازه د لسو کلونو مخکې سره پرتله شي، څوارلس وارې زیاتوالی څرګندوي.

دا په دې معنی ده، چې افغان حکومت د خپلو مامورینو تر نیمایي زیاتې برخې ته تنخواه ورکولای شي.

د افغانستان د مالیې ټولولو ادارې سږکال د جدي تدابیرو په پایله کې د مالیې له درکه د عوایدو اندازه د کورنیو ناخالصو تولیداتو په نسبت یوولس فیصدو ته لوړه کړه؛ چې دا هېواد ترګاونډي پاکستان مخکې کوي.

په پاکستان کې د کورنیو ناخالصو تولیداتو په نسبت اخیستل شوې مالیه د عوایدو ۹ فیصده جوړوي.

نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه خپل ځواکونه باسي او د عوایدو زیاتیدل د دې هېواد لپاره حیاتي اهمیت لري.

په افغانستان کې یوازې د امریکا له خوا په بیارغونه د لګول شویو پيسو اندازه به د روان کال تر پایه سل ملیاردو ډالرو ته ورسیږي؛ خو په راتلونکي کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو اندازه ناچیزه ده.

په افغانستان کې د عوایدو ټولو د ادارې نوي مشر عبدالرحمن مجاهد رویټرز خبري اژآنس ته ویلي:

"زموږ ډيره زیاته اتکا پر بهرنیو مرستو ده او غواړو، چې پر ځان متکي شو."

خو په افغانستان کې د عوایدو له زیاتیدو سره هم حکومت تر راتلونکو ډيرو کلونو پر بهرنیو مرستو اتکا کولو ته مجبور دی.

په افغانستان کې د مالیې، معادنو او د ګمرکي محصولاتو ټوله ګټه په کال کې دوه نیم ملیاردو ډالرو ته رسیدلای شي؛ چې د حکومت د بودجې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

سږکال د افغانستان دولتي بودجه اوه ملیارده ډالره پلان شوې وه.

د افغانستان حکومت ډیر عواید له سترو کمپنیو څخه تر لاسه کوي؛ خو د کمپنیو خاوندان شکایت کوي، چې د مالیې له ورکولو سره هم د بې امنیتۍ، خرابو سرکونو او بې برقۍ له ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې لوی شرکتونه د خپلو میاشتنیو عوایدو شل فیصده مالیه ورکوي او دا قانون پر هغو افرادو هم عملي کیږي، چې میاشتنۍ تنخواه یې تر ۲ زره ډالرو زیاته ده.

په پرمختللې نړۍ کې یوازې د افرادو د معاشونو مالیه د حکومتونو لپاره عوایدو ستره برخه برابروي؛ خو په افغانستان کې ډیر خلک حکومت ته د خپل معاش د یوې برخې ورکول یوه مسخره خبره ګڼي.

افغانستان په نړۍ کې د تر ټولو غریبو هیوادونو په کتاره کې دی او نړیوال بانک اټکل کوي، چې په دې هیواد کې په متوسط ډول د یوه تن کلنی عاید ۴۷۰ ډالرو ته رسیږي.

هغه کسان، چې تر سل ډالرو کم عاید لري، له مالیې معاف دي.

د عبدالرحمن په نوم یو ځوان صراف وايي:

"زه مالیه نه ورکوم، ځکه بډای خلک یې هم نه ورکوي، حکومت باید اول په هغوي پسې ورشي او مالیه ورڅخه واخلي او بیا دې له ما څخه مالیه وغواړي."

دا ستونزه په پاکستان کې هم شته ځکه ډیر شتمن خلک ماليه نه ورکوي او د دې هېواد کمزورې ادارې پر هغوي ډير فشار نه شي راوستلای.

چارواکي تاییدوي، چې د مالیې را ټولول په داسې هېواد کې اسان کار نه دی، چې ډېر بډایه خلک خپل وسله وال او ملیشه ډلې لري.

خو په افغانستان کې د عوایدو راټولولو د ادارې نوی رییس وايي؛ چې سرغړونکي به قانوني ادارو ته ور معرفي کوي.

رویټرز وایي، چې په افغانستان کې پيسې تر ډيره حده د تور بازار د غیر رسمي عوایدو څخه تر لاسه کیږي؛ ځکه اداري فساد په دې هېواد کې اوج ته رسیدلی او دا هیواد د نړۍ د تریاکو نوي فیصده تولیدوي.

د رویټرز په وینا، له افغانستانه هرکال ملیونونه ډالر په بکسونو کې ایستل کیږي.

د عوایدو را ټولولو د ادارې مشر عبدالرحمن مجاهد رویټرز اژانس ته ویلي:

"دا سمه ده، چې موږ ستونزې لرو خو ډيرې لاس ته راوړنې هم شته."

د ښاغلي مجاهد په وینا، تر ټولو ستره ستونزه اداري فساد دی.
XS
SM
MD
LG