د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

افغانستان

دفاع وزارت له نرخ ولسوالۍ څخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ

د دفاع وزارت د میدان وردګو له نرخ ولسوالۍ څخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.

د جمهور رییس حامد کرزي له پریکړې سره سم له یادې ولسوالۍ څخه پرون امریکایي ځانګړو ځواکونو خپله اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند جنرال "ټوماس" نن آزادي راډیو ته وویل چې؛ په نرخ ولسوالۍ کې اوس د دوی ځواکونه نشته.

"غواړم درته ووایم چې، هغوی نور د نرخ په ولسوالۍ کې نشته. خو دا چې دا عسکر چېرته تللي، د امنیتي مسایلو له امله څه نشم ویلی. ولې دوی نور په نرخ کې نشته."

د افغانستان د دفاع وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې؛ په نرخ ولسوالۍ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پر ځای د ملي اردو کومندو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

وروستیو ورښتونو د نغلو او سروبي د برېښنا تولید زیات کړی

ارشیف
ارشیف

برشنا شرکت وايي د وروستیو اورښتونو له امله د سروبي، نغلو او ماهیپر په بندونو کې اوبه او د برېښنا تولید زیات شوی دی.

د دغه شرکت تازه خبرپاڼې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې په يادو سټېشنونو کې د برېښنا توليد زيات شوى او ټولو عامه شبکو ته وېشل شوى دى.

د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونه چې د تولید ظرفیت یې ۱۸۸ میګاواټه ته رسېږي، پلازمېنې کابل او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ته برېښنا ورکوي.

د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازې ۷۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د ادې روغتون د یوې څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

ادې روغتون او ګروپ چې د یوې نړیوالې کمپنۍ برخه ده تېر کال یې د محمدنبي په نوښت په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي.

محمد نبي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د لویدیځې برخې د خلکو د غوښتنو په اساس یې دا روغتون چې د ده په خبره، په نړیوالو معیارونو برابر دی پرانیست.

ادې روغتون کې زېږنتون، د مور او ماشوم د روغتیا خدمات او د نسايي ولادې څانګې شاملې دي چې اکثر خدمات یې د ښځینه روغتیاپالانو له خوا مخته وړل کېږي.

محمد نبي په کرکټ سربېره په افغانستان کې خیریه کارونه هم مخته وړي او تېر کال یې ژمنه کړې وه چې د امکاناتو په برابرېدو به د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز پرانیزي.

څېړونکی ټیم: په ۲۰۲۱ کې پر کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مخنیوی نا ممکن و

د پېښې یوه څنډه - ارشیف
د پېښې یوه څنډه - ارشیف

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د ځانوژونکي برید په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې ښيي چې له تکتیکي پلوه د دغه برید مخنیوی ممکن نه و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ وشو، دیارلس امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان ووژل شول.

د دغې پېښې په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې هغه پخوانۍ نتیجه تاییدوي چې امریکا یې مخکې په اړه کړې وه.

د فرانسپرس په وینا، د بیا کتنې د ټیم یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې له برید مخکې د حمله کوونکي په وړاندې د اقداماتو لپاره فرصت نه و او هغه په تکتیکي کچه د مخنیوي وړ نه و.

د دغې څېړنې د ټیم یوه بل غړي هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ځینو سرتېرو ادعا کړې وه چې دوی بریدګر په نښه کړی و او کولای یې شوای چې د دغه برید مخه ونیسي، خو اوس دوی ته څرګنده شوه چې دا خبره درسته نه ده.

یو طالب چارواکی: ګاونډي هېوادونه د پوهنتونونو د ودې له امله یې د ځان دفاع کولای شي

د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني
د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو یو چارواکی وایي، ګاونډي هېوادونه چې نن د ځان او خپلې خاورې دفاع کوي، لامل یې د پوهنتونونو وده ده.

د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني، په غیر مستقیم ډول پر اسراییلو د ایران برید ته په اشارې وویل، د افغانستان د پوهنتونونو وړتیا هم باید لوړه شي.

هغه زیاته کړه:

" ګاونډیو هېوادونو که خپل ولس خودکفا ګرځولی دی او نن له خپل ولس څخه دفاع کولای شي، له خپل نظام څخه دفاع کولای شي، نن له خپلو سرحدانو نه دفاع کولای شي، نن د خپل یوه مظلومیت ځواب ویلی شي، وجه یې دا ده چې د دوی پوهنتونونه داسې حد ته رسېدلي چې نظام ته یې څه کړي دي، همدغه پوهنتونونه دي چې یو ملک د دونیا له هېوادونو سره سیال کوي."

نوموړی داسې مهال د پوهنتونونو د وړتیا پر لوړولو ټینګار کوي چې له تېر نژدې یو نیم کال راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړل شوې دي.

حقاني نن د افغان-امریکایي پوهنتون چې اوس د اسلامي پوهنتون په نوم فعالیت کوي، د ماسټرۍ او دوکتورا د ازموېنو د پيل په غونډه کې، دا څرګندونې وکړې، خو د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو بندېدا او له دې کبله رامنځته شوې تعلیمي او تحصیلې تشې ته یې کومه اشاره ونه کړه.

افغانستان کې سېلابونو تر ۶۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سېلابونو یوه څنډه
د سېلابونو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو د سېلونو له کبله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق پرون (یکشنبې) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په بېلابېلو ولایتونو کې د شپېتو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ سېلونو ۶۰۶ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

سایق وايي چې سېلونو ۲۰۰ څاروي هم مړه کړي او شاوخوا ۸۵ کیلومتره سړکونه یې وران کړي دي.

سېلونو تر ټولو ډېر تاوانونه په ارزګان ولایت کې پېښ کړي دي.

فراه کې ۲ تنه د سېلابونو له امله مړه شوي

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت
د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

په فراه ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا محمد انور فېروز پرون وويل دواړه قربانيان هغه ځوانان وو چې د تفريح لپاره يوې غرنۍ سيمې ته تللي وو.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت ویاند ملا جانان سایق پرون ویلي وو چې په تېرو درېیو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

هغه د ټپيانو شمېر ٢٧ تنه اعلان کړ او ويې ويل چې د افغانستان په کليو کې د سختو سېلابونو له امله ٦٠٦ کورونه ويجاړ شوي دي.

کرزی او عبدالله: پر اسراییل د ایران بریدونه دفاعي اقدام وو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د پخواني جمهوري نظام پر مهال د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د پخواني جمهوري نظام پر مهال د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني جمهوري نظام پر مهال د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر اسراییل د ایران بریدونه دفاعي اقدام او د اسراییلو د بریدونو په وړاندې عکس العمل بللی.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼو په دې تړاو بیانونه ورکړي.

کرزي ویلي چې د غزې جګړه باید سمدستي پای ته ورسیږي او هم د فلسطین، اسراییل او سیمې د ملکیانو ژوند خوندي شي.

اخوا عبدالله عبدالله ویلي د ایران له دریځه د ملاتړ تر څنګ ویلي چې د داسې کړکېچونو د سوله ییز حل غوښتونکی دی.

ډاکتر عبدالله ویلي، د ده په باور د ایران په وړاندې د اسراییل هر ډول اقدام به سیمه اغېزمنوي او د افغانستان پر وضعیت به هم مستقیم تاثیر ولري.

مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم پر اسراییلو د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو ملاتړ کړی و او هغه یې مشروع بللي وو.

امریکا او ګڼو نورو لویدیځو هېوادونو بیا پر اسراییلو د ایران بریدونه په کلکه غندلي دي. د اسراییلو د جنګي کابینې وزیر بني ګانتز ویلي ایران به په مناسب وخت او شرایطو کې د دغو بریدونو تاوان پرې کوي.

ایران د شنبې په شپه د اسراییلو پر لور شاوخوا دوه سوه توغندي او ډرون الوتکې وویشتلې چې د اسراییلي چارواکو په خبره ۹۹ فیصده یې له اسراییلو دباندې فضا کې شنډ او نسکور شول.

د ازادۍ او مقاومت جبهو مشرانو په لومړي ځل یوه ګډه انلاین غونډه کې برخه واخیسته

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا - ارشیف
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا - ارشیف

د طالبانو د دوو مخالفو وسله والو جبهو مشرانو په یوه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې مشران؛ یاسین ضیا او احمد مسعود په یوه انلاین غونډه کې چې په ایکسپاڼه کې خپرېده، یوځای ګډون کوي.

دا غونډه د ازادۍ جبهې د یوه قوماندان او څو غړیو د وژل کېدو د تلین په مناسبت ترتیب شوې وه.

دوی ټینګار وکړ چې طالبانو سولې ته کومه لار نه ده پرې ایښې.

له پاکستان څخه خپل هېواد ته د څه باندې ۸ نیم زرو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړل شو

ارشیف
ارشیف

پاکستاني رسنۍ وايي، په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د ایستلو د بل پړاو لپاره تیاري روانه ده، د روان اپریل له ۳ تر ۱۳ پورې په لسو ورځو کې ۸۵۸۱ تنه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان سما ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د بې اسناده کډوالو د ستنولو په لومړي پړاو کې چې د تېر کال په اکتوبر کې پیل شو، نژدې ۵ لکه ۳۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شول.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و چې له اختر وروسته به د کارت لرونکو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.

د بخښنې نړیوالې ادارې يا ایمنسټي انټرنیشنل د کډوالو د ايستلو د دوهم پړاو پر پیلېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا کار به ځینې افغان وګړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان او مدني فعالان له ګواښ سره مخامخ کړي.

د افغانستان په سیندیزو حوزو کې بیا د اوبو زیاتیدو او سېلونو وړاندوېنه شوې

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له سبا دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو د اندازې د لوړېدو او سېلونو د راوتو وړاندوېنه کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ناڅاپي ورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د هریرود، هلمند، شمال، کابل او امو په سیندیزو حوزو کې شته.

پرون د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې وویل چې د یکشنبې په ورځ په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او برېښنا او همداراز سېلونو احتمال شته.

د وروستیو ورځو د ورښتونو له کبله په یو شمېر ولایتونو په تېره بیا ارزګان او هلمند کې ډېرې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او سېلونو لږترلږه درې ماشومان په ارزګان کې مړه کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG