د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ولسمشر کرزی له قطري چارواکو سره لیده کاته کوي


افغان ولسمشر حامد کرزی په قطر کې دی او تمه ده چې، نوموړی به له قطري مقاماتو سره په دغې هېواد کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانستلو او نورو مهمو مسالو په باب خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال "فایق واحدي" قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر او دغلته د خبرو اترو د اجنډا په اړه ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې سفر کې به د افغانستان د سولې د بهیر په بېلابېلو برخو او په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وشي، هیله ده چې دا خبرې ګټورې تمامې شي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې؛ په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر موضوع ولسمشر کرزي پورې اړه نه لري او د هغه په وینا، دا د طالبانو او د قطر د حکومت ترمنځ مساله ده.

ولسمشر کرزي له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانستلو سره د کتونکو په ګمان له دې ویرې مخالفت درلود چې؛ هسې نه د سولې له پروسې څخه د ده حکومت منزوي نشي.

خو ولسمشر کرزی اوس په داسې حال کې قطر ته تللی چې؛ امریکايي مقاماتو د بګرام زندان د سپارلو او له میدان وردګ څخه د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه غوښتنې منلي دي.

دا چې د حامد کرزي پر وړاندې د امریکايي مقاماتو وروستی نرم دریځ به طالبان دې ته وهڅوي چې؛ له افغان حکومت سره په مستقیمه توګه خبرې وکړي او که څنګه؟ د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په دې اړه وايي؛ دلته دوه ستونزې دي یوه یې داخلي او بله یې هم خارجي:

"له ډېرې مودې راهیسې طالبان خپلې غوښتنې تکراروي؛ د افغانستان قضیه دوه برخې لري، یوه یې کورنۍ او بله یې هم بهرنۍ. لومړی باید خارجي برخه حل شي، یعنې له امریکا سره خبرې اترې، چې امریکایې باید روښانه کړي، چې څه مهال له افغانستانه وځي.

تر څو چې دا ستونزه نه وي حل شوې، د ولسمشر کرزي، تګ راتګ او دا هڅې چې کیږي، ګټه نه لري."

په عین حال کې د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې؛ په افغانستان کې د سولې د خبرو په لړ کې اصلي لورۍ باید افغان حکومت وي.
XS
SM
MD
LG