د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۰

په نرخ کې افغان لوري ته د امنيتي مسووليت پر انتقال


ایساف ځواکونه وايي چې ایتلافي ځواکونو نن د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه بشپړه کړه.
دغه کار د جمهور رییس حامد کرزي له حکم سره سم کیږي چې ویلي یې و، د میدان وردګو له ولایته باید د امریکا ځانګړي ځواکونه ووځي.
بلخوا د میدان دردګو چارواکي هم وايي چې امریکايي ځواکونو د نرخ امنیت انتقال کړی دی او دا مهال د خپلو له دې سیمې د وتلو لپاره د خپلو وسایلو په راټولولو لګیا دي.
جمهور رییس کرزي وروسته له هغې له میدان وردګو ولایته د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو امر وکړ چې پر دغو ځواکونو له خلکو سره د ناوړه چلند ځینې ادعاوې وشوې.
زموږ همکار احمدزبیرژمن د میدان ودرګو د والي له ویاند عطا الله خوګیاڼي سره په دې اړه مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG