د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

حسن خیل: د نشه يي توکو د قاچاق ۵۹۰ قضیې رارسېدلي دي


د افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي اداره وایي چې؛ تېر لمریز کال کې د مخدره توکو د قاچاق د ۵۹۰ تورنو کسانو قضیې دوی ته ورغلې دي.

له مخدره توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارې چارواکي وایي؛ د مخدره توکو د قاچاق د تورنو کسانو دوسیې د دې ادارې په څارنوالۍ کې څیړل شوي او د حکم صادرولو لپاره یې محکمې ته سپارلي دي.

له مخدره توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي ادارې د څارنوالی عمومي مشر څارنپوه "یار محمد حسین خیل" د ۱۳۹۱ کال د رپوټ د خپرولو پر مهال وویل چې؛ تیر کال دوی ته ۵۹۰ قضیې ورغلې دي.

دی وایي، د مخدره توکو د قاچاق په قضیو کې یې د لسو تنو بهرنيانو قضیې هم څیړلې دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت ویلي وو؛ چې تیر کال یې څه باندې درې زره کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي چې؛ دا د تیر کال په پرتله یو سلو یوولس سلنه ډیروالی ښيي.

له مخدره توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي ادارې ویاند "خالد موحد" وایي چې؛ د مخدره توکو د قاچاق اکثره قضیې له کابل، هلمند، نیمروز او ننګرهار ولایتونو ورته راځي.

د دې ادارې د څارنوالۍ عمومي رییس حسین خیل هم وایي؛ په هغو سیمو کې چې حکومت سم حاکمیت نه لري د مخدره توکو قاچاق ډیر کیږي.

"هغه سیمې چې نسبتاً نا امنه دي، هلته د مخدره توکو قاچاقبران مخدره توکي تولیدوي.

هغو ځایونو کې چې د حکومت حاکمیت کمرنګه وي؛ قاچاقبران د مخدره توکو له مافیا سره یو ځای د مخدره توکو قاچاق کوي."


له مخدره توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي ادارې چارواکي وایي چې؛ تیر کال څه باندې شپږ سوه تنه د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان له مخې د مخدره توکو په قاچاق محکوم شول.

د دې مرکز د څارنوالی مشر وایي چې؛ په دې کسانو کې شل تنه دولتي کارکوونکي وو، خو هغه د چا نوم وانخیسته.

د افغانستان حکومت باندې له پخوا داسې انتقادونه کیږي چې؛ د هغو کسانو د نیولو او محاکمه کولو لپاره جدي اقدامات نه کیږي چې؛ زورو دي او یا هم په دولت کې نفوذ لری.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG