د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستی دریځ ښه دی خو...


د ملي اتیلاف ویاند سید اقا فاضل سانچارکي
د ملي اتیلاف ویاند سید اقا فاضل سانچارکي
که څه هم هر وخت د افغانستان ملي اتیلاف د پاکستان پروړاندې د افغان حکومت پر دریځونو انتقادونه کول، خو د دې هېواد پروړاندې د حکومت وروستی دریځ پرځای بولي.

د ملي اتیلاف ویاند سید اقا فاضل سانچارکي وايي؛ په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتلو لپاره، حکومت ته په کار دی، چې یو قوي دریځ او پخه اراده ولري.

ښاغلي سانچارکې که له یوې خوا د پاکستان په وړاندې د افغانستان د حکومت وروستی دریځ وستایه؛ خو له بلې خوا ټینګار وکړ چې، د پاکستان مجبوریتونه هم باید په پام کې ونیول شي:

"دغه موقف ښه موقف دی، خو په دې موقف کې شرط دا دی، چې له یوه عاقلانه ملاتړ څخه برخمن شي؛ د پاکستانیانو مجبوریتونه هم درک شي او دغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په جدي او واقعي خبرونو باندې بدل شي، داسې و نه شي چې، دغه ډول موقف نور هم وضعه خرابه کړي او فضا بې باوره کړي."

خو ښاغلي سانچارکي د پاکستان مجبوریتونه په ګوته نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا د ملي اتیلاف غړو د هغه څه له امله پر افغان حکومت انتقادونه کول چې؛ دوی د پاکستان په وړاندې د حکومت نرم دریځ باله.

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پرې شوې او د دواړو پریو بل باندې لفظي حملې کړې دي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ټینګار کړی چې؛ که چېرې پاکستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته حاضر نه وي؛ نو افغانستان به د سولې په اړه بله لاره خپله کړي.

هغه همداراز ویلي چې، پاکستان د سولې په د همکارۍ لپاره د نه منلو شرایط وړاندې کړي چې؛ له هند سره د افغانستان اړیکې شلول او له پاکستان سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک کیدل هم په کې شامل دي.

له بل لوري د حق اوعدالت ګوند وايي چې؛ له پاکستان سره د اړیکو خرابوالي د افغانستان د سولې په بهیر ناوړه اغېزه کوي.

د دې ګوند د رهبري هیت غړی اصف آشنا وايي:

د حق او عدالت ګوند په باور په دوستانه اړیکو کې چې د افغانستان د سولې او په دې هېواد کې له ټروریزم سره د مبارزې په بهیر کې مرسته کولای شي، هر ډول تاوتریخوالی د دې هیواد ثبات او سولې ته زیان رسوي.

بهتره ده چې موږ له ډیپلوماټیکو لارو او د ګډ ټيم په واسطه د تعهداتو تعقیب ته لاره پيدا کړو."


په عین حال کې افغان حکومت پاکستان ته د یوشمېر لوړ رتبه افسرانو ورتګ په دې خاطر وځنډاو؛ چې پاکستان یوځل بیا د افغانستان په ختیځو سیمو د دتوپونو ډزې پیل کړي.

ټاکل شوې وه، چې دغو افسرانو به په هغه ګډو پوځي تمریناتو کې چې په کویټه چې جوړېدونکي وه برخه اخیستې وه.

ولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه مساله وړه وبلله او زیاته یې کړه چې؛ د افغانستان د حکومت دغه اقدام ډېر جدي و.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ترڅو چې نړیواله ټولنه په پاکستان باندې فشار را نه وړي، لرې ده چې، دغه هېواد له افغانستان سره دسولې په بهیر کې ریښتینی رول ا داد کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG