د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

یونسیف د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی


د ملګرو ملتونو د یونسیف اداره ډاډ ورکوي چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به هم د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره د دوی مرستې دوام پیدا کړي.

یونسف یا د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو اداره هغه اندیښنې بې ځایه بولي چې؛ ګواکې له دوه زرو څوارلسم کال وروسته به له افغانستان سره د دې ادارې په مرستو کې کموالی راشي.

په افغانستان کې د یونسیف ادارې استازي "پیټر کرولي" د شنبې په ورځ د پوهنې له وزارت سره د دې ادارې د تازه مرستې د تړون د لاسلیک کېدو په مهال وویل چې؛ دوی د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي:

"خلک له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته چې بهرنیان له افغانستان نه وځي؛ ډیره اندیښنه لري او خلک له مانه په دې برخه کې د یونسیف د دریځ په هکله پوښتنه کوي.

خو زه د یونسیف په استازیتوب وایم چې؛ موږ به دلته یو او خپلو مرستو ته به دوام ورکوو.

تل به له افغان دولت سره د ماشومانو د تعلیم او د هغوی د حقونو دلاسته راوړلو لپاره کار کوو. موږ دلته یو او د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې کیږو."


هغه په تیرو لسو کلونو کې د پوهنې په خاصه توګه ښوونځيو ته د نجونو د تګ په هکله د پرمختګونو هر کلی وکړ؛ خو هیله یې څرګنده کړه چې، د پوهنې په برخه کې هڅې نورې هم ډیرې شي.

د یونسیف ادارې د معلوماتو له مخې دغه اداره له ۱۹۴۹ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې مرسته کوي.

په تیرو څه باندې یوې لسیزې کې هم د افغان ماشومانو د ښوونځيو، هغوی ته د څښاک اوبو برابرولو او د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د افغان دولت تر ټولو لویه نړیواله مرسته کوونکې اداره همدا پاتې شوې.

بل خوا د پوهنې وزیر ډاکټر فاروغ وردګ یونسیف سره د نهه شپیته میلون ډالرو په ارزښت د تړون لاسلیک کولو پر مهال وویل چې؛ دغه پیسې به د نویو ښوونځيو په جوړولو ولګول شي:

"زموږ نننۍ ګام له یونسیف سره د نهه شپیته میلون ډالرو په ارزښت د کاري پلان لاسلیک کول دي چې؛ د تعلیمي خدماتو ښه کولو او د ښځو د حقونو د مساواتو په هکله ده.

یو دیرش میلونه یې سږکال او پاتې پنځه دیرش میلون ډالره یې د راتلونکی کال لپاره دی."


د پوهنې وزیر وایي چې، له دې پيسو به د ټول هیواد په کچه د هغو پنځلس سوه ښوونځيو د کیفیت د ښه کولو لپاره هم کار واخلي چې دا مهال فعالیت کوي.

د پوهنې وزارت دغه دوه کلن تړون په داسې حال کې لاسلیک کوي چې؛ د دې وزارت په وینا تر اوسه پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د دوی په خبره پنځوس فیصده ښوونکي یا څوارلسم پاس دي او یا هم تر هغې هم په ټیټه کچه کې دي.

خو د پوهنې وزیر وایي چې، له دې پیسو به د ښوونکو د ظرفیتونو لوړولو او ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو لپاره هم کار واخلي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG