د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۰۴

"تر کاسې لاندې نیم کاسه"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: "امریکایانو حامد کرزی حیران کړی" تر سرلیک لاندې د جورج واشنګټن د پوهنتون د استاد پروفیسر "سټیفن بیډل" او د بهرنیو اړیکو د شوری د جګ پوړی څیړونکې "مایکل اوهانین" چې؛ دواړو په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و؛ مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د زیات شمېر امریکایانو لپاره ګرانه ده چې؛ د جمهور رییس حامد کرزي په دې وروستیو خبرو او کړنو پوه شي او منل یې هم ورته آسانه نه دي.

په ډېرو مواردو کې داسې معلومیږي چې؛ جمهور رییس کرزی د امریکایي عسکرو د هلو ځلو مننه نه کوي؛ د ناټو او افغان ځواکونو د پوځي کمپاین د بدلولو هلې ځلې کوي او په ویناو کې، د افغانستان د جګړې د ژمنو په اړه بې ارادې معلومیږي.

د مقالې لیکوالان زیاتوي، جمهور رییس کرزي مخکې له هغې چې امینتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي؛ دا یې ویل چې، بهرني عسکر دې د افغانستان له کلیو او باڼدو ووځي.

جمهور رییس کرزي د ناټو عسکرو له خوا په غلطۍ او غیر قصدي ډول د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر مهال هم په دغو ځواکونو سختې نیوکې کړي او هغوی یې ملامت کړي دي.

ده دغه راز له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې پاته کېدونکوامریکایي عسکرو ته د قانوني مصوونیت ژمنه هم نه ده پر ځای کړي او حتی دا یې هم ویلي چې، طالبان په افغانستان کې د امریکا لپاره خدمت کوي او جګړه اوږدوي.

پروفیسر بیډل او پروفیسر هاینن په مقالې کې وړاندې لیکي؛ که څه هم چې جمهور رییس کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره په ګډ خبري کنفرانس کي لهجه نرمه کړې وه؛ خو دا به اشتباه وي چې، فکر وکړو، ټولې ستونزې حل شوي دي. د افغانستان او امریکا په اړیکو کې به نورې لوړې اوژورې هم په مخکې وی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې د لیکوالانو په وینا، کرزی د ځینو په خبره ساده او په اصطلاح لیونی نه دی، بلکې دی مغشوش او حیران دی.

د جمهور رییس کرزي په نظر، امریکا د نړۍ ستر طاقت دی او که وغواړي طالبان ماتولاي شي. امریکا په یقین سره په پاکستان فشار اچولای شي چې؛ د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي، خو واشنګټن تر اوسه دا کار نه دی کړی.

د مقالې د لیکوالانو په نظر، جمهور رییس کرزی ویني چې، امریکا پاکستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکوي او د لوژستیکي قراردادونو ګټه یې هم طالبانوته رسیږي. په دې توګه کرزی داسې انګیري چې؛ تر کاسې لاندې ممکن نیم کاسه وي.

د واشنګټن پوسټ مقالې لیکوالان وړاندی لیکي: د افغانستان او امریکا ترمنځ دا ظاهري مخالفتونه د هغو ناسنجول شویو هلو ځلو نتیجه ده چې؛ غواړي یوه نازکه او حساسه پالیسي جوړه کړي. په دې معنی چې د امریکا امنیت ته تر ټولو ستر خطر القاعده شبکه ده؛ خو که طالبان د افغانستان حکومت ړنګ او واک تر لاسه کړي، د القاعده ماتول به هم ګران وي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په پاکستان کې د طالبانو د قوت د زیاتېدو او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال راپيدا کېدونکو ګواښونو ته اشاره کړې او لیکي:

د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه ستر چم ګاونډ کې له تیر کال راهیسې طالبان واکمن شوي؛ د هېواد اقتصاد ممکن له ستونزو سره مخامخ کړي او دغه راز به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل هم له خطر سره مخامخ کړي.

وال سټریټ ژورنال د طالبانو د ویاند احسان الله احسان خبره راخیستې؛ چې وایي، طالبان یوازې د کراچۍ ښار د نیولو هڅه نه کوي؛ بلکه غواړي په ټول پاکستان واک ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG