د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

په پسرلي کې واوره؟!


د هوا د وضعیت څرنګوالی داسې مسله ده ، چې وخت نا وخت د خلکو په ذهن کې وي .

خو په هغو هیوادونو کې ، چې حتی د پسرلي په موسم کې هم واوره کیږي، د هوا د وضعیت په اړه د خلکو زیات تشویش ښايي بېځایه هم نه وي.

ډير اروپاييان سږکال دا پوښتنه کوي ، چې : پسرلی څه شو؟
د ختیځي اروپا په زیات شمیر ښارونو کې د مارچ د میاشتې په وروستیو څو ورځو کې هم واوره وشوه .

خو په ریښتیا هم ، ولې سږکال په اروپا کې پسرلی ځنډيدلی دی؟
پسرلی د مارچ په یویشتمه پيل شو ، خو د ختیځي او شمالي اروپا په زیاتو ښارونو کې تازه واوره شوې ده .

له ډيرو خلکو سره دا پوښتنه شته ، چې هوا به څه وخت تودیږي؟
د دې سوال په ځواب کې حتی هغه هوا پيژندونکي هم تعجب څرګندوي، چې د هوا د حالاتو د مطالعې په سترو مرکزونو کې کار کوي.

په لندن کې د میترو ګروپ په نوم د هوا پيژندې د نړیوالې ادارې څيړونکی پاول نایټلي وايي، چې د بریتانیې د شمال زیاتې برخې لا هم د واورې تر امبارونو لاندې دي.

پاول نایټلي وايي، چې له ۱۹۶۲ (میلادي) کال راهیسې داسې نه وو پيښ شوي.

دی وايي، چې څو ورځې مخکې په مسکو او د یوکراین په ځينی برخو کې هم واوره وشوه ، چې دا هم د توقع خلاف خبره وه .

دی وایي:

”په اروپا کې ، وړاندې حتې تر روسیې پورې موږ د واورې د شدیدو اورښتونو شاهد وو . دا سمه ده ، چې پدې سیمو کې واوره تر مارچ او حتی تر اپریل پورې پرته يي او نه ویلي کیږي خو په اپریل کې د واورې وریدل غیر عادي خبر ده ”

د هوا پيژندنې نړیوالې ادارې په دې اړه ، چې سږکال پسرلی ولي ځنډیدلی دقیق ځواب نه لري .

ځينی ادارې اټکل کوي، چې ښايي یو دلیل یې هغه بادونه وي، چې پخوا به د اتلانتیک له ګرمونو جریانونو د شمالي اروپا په لور خوځیدل خو سږکال یې لوری بدل کړی او کښته خوا ته د مدیترانې په لور چلیږي.

په لندن کې د هوا د حالاتو په اړه د څیړنیز مرکز غړی پاول نایټلي وايي، چې ښايي د دې تر شا ځيني نور عوامل هم وي، چې سږکال یې په اروپا کې پسرلی ځنډولی دی.

دی وايي:

ته بیلا بیلې نظریې شته ، چې د لمر حرکت هم پکې شاملیږي. بل دلیل دا دی ، چې د اقلیمي بدلونو په پایله کې د شمال قطب د ګرمیدو په حال کې دی“

ښاغلی نایټلي وايي، دلیل که یې هر څه وي خو دوی د محاسبو له مخې داسې څرګندیږي، چې د پسرلي د را رسیدو لپاره انتظار ښايي یو څه نور هم اوږد شي او حتی امکان لري، چې اروپاييان یې د اپریل د میاشتې په لومړیو کې څرک ونه ګوري.
XS
SM
MD
LG