د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

"کابل به د اسلام آباد له همکارۍ پرته هم د سولې هڅې جاري وساتي"


د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیاله مېرمن عادله راز
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیاله مېرمن عادله راز
افغان حکومت وايي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو په هڅو کې د پاکستان همکاري ژرترژره غواړي.

د افغان ولسمشر مرستیالې ویانده وايي، د افغانستان دولت په هېواد کې د سولې د راوستو په هڅو کې د اسلام آباد مرستې ته د قدر په سترګه ګوري؛ خو که پاکستان په دې برخه کې په همکارۍ کې ځنډ کوي، نو افغان حکومت انتظار نشي ورته کولای.

عادلې راز وویل، کابل به د اسلام آباد له همکارۍ پرته هم د سولې هڅې جاري وساتي. د افغان چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې افغان حکومت هغه همکاري چې له پاکستان څخه یې تمه درلوده نه ده ترلاسه کړې.

له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د ولسمشر مرستیالې ویاندې تقریباً همدا وینا په یوه بله بڼه وکړه.

په روانه اونۍ کې د پاکستان د بهرنیوچارو د یوه مقام له څرګندونو وروسته چې ویې ویل؛ په افغانستان کې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په خپله افغان ولسمشر حامد کرزی دی؛ دا څووم ځل دی چې، د حکومت چارواکي پر پاکستان سختې لفظي حملې کوي.

په دې ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر جاوېد لودین او ورپسې د افغان ولسمشر ویاند اېمل فیضي په جلاجلا څرګندونو کې پر پاکستان تور ولګاوه چې؛ غواړي په افغانستان کې د پخلاینې هڅې ناکامې کړي.

فیضي فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، اسلام آباد غواړي افغانستان له هند سره اړيکې پرې کړي او د ملي اردو افسران دې په پاکستان وروزل شي.

عادلې راز د پاکستان شرایطو ته اشاره وکړه او ویې چې دا شرطونه افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

مېرمن راز د افغان حکومت پر دې دریځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې؛ نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله سیمه کې سوله غواړي.

د دولت د ریاست مرستیالې ویاندې د ډیورڼد کرښې بلې غاړې ته د پرتو سیمو له خلکو سره د افغان دولت خواخوږي څرګنده کړه او په دې سیمو کې د تروریستي فعالیتونو او بې ثباتۍ د له مینځه وړلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG