د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۷

په پيښور کې د نیمه پوځي ځواکونو پر عمومي قوماندان ځانمرګی برید شوی


په پيښور کې یوې پوځي پوستې ته څیرمه ځانمرګی برید شوی، چې په ترڅ کې يې لږترلږه شل تنوته مرګ ژوبلې اوښتې.

داحمله نن ترغرمې وړاندې صدربازار ته څیرمه مال روډ ته پرغځيدلي سرک وشوه.

پولیس وايي، د بریدګر هدف دا یف سي یا نیمه پوځي ځواکونو عمومي قوماندان مجید مروت و.

د پولیسو عالي رتبه افسر عارف حبیب دتلیفون پرلیکه ازادۍ راډيو ته وویل، چې ځانمرګی بریدګر پياده و او د مجید مروت دموټر مخې ته يې ځان چولی.

نوموړی وايي پولیسو لا له وړاندې په پيښور کې د ورته حملو راپور ترلاسه کړی و خو نه پوهیږي چې څرنګه دځانمرګي بریدګر مخه ونیسي :

(داسمه ده چې په پيښور کې امنيتي ستونزو دنورو سیمو په نسبت څو وارې زیاتې دي، هروخت د دا ډول حملو امکان زیات وي. له همدې وجې مو ځانګړي اقدامات کړي خو تاسو پوهیږئ چې دځانمرګي بریدګر مخنیوی اسانه خبره نده.

ماته چې کوم معلومات راکړل شوي دهغې له مخې نننۍ حمله کې ځانمرګي بریدګر چې پياده روان و ایف سي ځواکونو دعمومي قوماندان دموټر مخې ته ځانته چاودنه ورکړې.)

دحبیب دمعلوماتو له مخې په دې چاودنه کې له لسو تر دولسو کلوګرامه پورې چاودیدونکي کارول شوي.

دایف سي یا نیمه پوځي ځواکونو له مطبوعاتي دفتره دخپرې شوې خبرپاڼې له مخې ددې ځواکونو عمومي قوماندان مجید مروت له حملې روغ وتلی خو دوه تنه ساتونکي يې پکې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مجید مروت سرسري ټپي شوی او ډير زر به خپل دفتر ته ستون شي.

پولیسو دمرګ ژوبلې د دقیق شمیر په باب بې خبري وښوده خو دلیډي ریډنګ یا جرنیلي روغتون ویاند سید جمیل شاه چې په تلیفون يې ازادۍ راډيوته معلومات ورکول وویل چې دې روغتون ته ټول شپاړس تنه لیږدول شوي چې لس يې ټپيان او شپږو يې ساورکړې :

( وژل شوي ټول يې ولسي وګړي دي چې یوه میرمن هم پکې شامله ده، خو په ټپیانو کې پنځه يې دملیشه یا نیمه پوځي ځواکونو سرتیري شامل دی)

جمیل شاه وايي وژل شوي ټول ولسي وګړي دي خو په ټپيانو کې پنځه يې دایف سي سرتیري دي.

په عین حال کې یوې امنيتي سرچینې ازادۍ راډيو ته وویل، د مجید مروت په ګډون ناڅرګند شمیر ټپیان دچاودنې ځای ته نژدې دپوځ مرکزي روغتون ته لیږدول شوي خو وايي چې د روغتیايي وضعیت په باب يې پولیسو ته هیڅ ډول معلومات ندي ورکړل شوي.

په دې وروستیو کې دا دویم ځل دی، چې د پيښور ښار په حساسو پوځي سیمو کې دغه ډول حملې کیږي.

تردې وړاندې دروانې میاشتې پر اتلسمه نیټه دمحکمې پرودانۍ ډله ييز ځانمرګي برید وشو چې درنه مرګ ژوبله يې لرله.

که څه هم پولیس وايي ددې حملو دمخنیوي لپاره يې ځانګړي ګامونه پورته کړي خو په عین حال کې دځانمرګي بریدګرو مخنیوی یو ناممکن عمل بولي.

راپور: مجیب الرحمان انګار - خیبر پښتونخوا
XS
SM
MD
LG