د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات بریتانا حیرانوي


ډيلي ټيلګراف

ډيلي ټيلګراف ورځپاڼه په افغانستان کې د سولې په هڅو کې د پاکستان ونډې ته اشاره کوي او ليکي، پاکستان ته له ډيرې مودې راهيسې په دې سترګه کتل کيږي چې؛ د افغانستان په سوله او ثبات کې مهمه برخه لرلي شي.

د ورځپاڼې په باور دا ځکه چې اسلام اباد د اوږدې مودې په مخه له طالبانو سره دريدلي و او پاکستان دا وړتيا لري چې؛ د سولې هره هغه هڅه ګډوډه کړي چې؛ دی په کې خپل خير نه ويني.

روانه اونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين وويل چې؛ له طالبانو سره د سولې په بهير کې نور پاکستان نه يوځای کوي.

له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د کابل او اسلام اباد اختلاف د ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې په وينا، د بريتانيا صدراعظم هم حيرانه کوي. ډېوېډ کامرون تيره مياشت د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري ته بلنه ورکړه او د کامرون مخې ته د دواړو هيوادو مشرانو ومنله چې په خپلو کې به همکارۍ زياتوي او په شپږو مياشتو کې به له طالبانو سره خبرو ته زمينه برابره شي.

د امريکا له دې اعلان سره چې، د راتلونکي ميلادي کال تر پايه به خپل محارب پوځيان له افغانستانه وباسي؛ په دغه هيواد کې له طالبانو سره د سولې د خبرو احساس پياوړی شو. تيرميلادي کال له يوشمېر امريکايي پوځي چارواکو سره دا نظر پيدا شو چې؛ د عادي افغانانو هڅې به دې ته لاره هواره کړي چې؛ امريکايان له افغانستانه ژر ووځي.

وال سټريټ جورنال

وال سټريټ جورنال ورځپاڼه په دې اړه ليکي، تيرکال چې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ولسي پاڅون پيل شو؛ نو امريکايي قوماندانانو داسې فکر وکړ چې؛ دا پاڅون به د عراق د الانبار ولايت د سنيانو د پاڅون په څير شي چې؛ د القاعده پرضد شروع شو او له عراقه يې د امريکايي ځواکونو په وتلو کې مرسته وکړه.

خو د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې په باور، اوس چې پسرلی شوی او د جګړې وخت پيل شوی، دا څرګنده شوې چې، د اندړ پاڅون ته نورې دغه هيلې نه شته، په پرله پسې توګه طالبان بريدونه پرې کوي او بې پرې توب يې هم ترسوال لاندې راغلی؛ ځکه چې د افغان حکومت مشري ته يې غاړه ايښې ده.

د ورځپاڼې په نظر کله چې افغانان په کابل کې د حامد کرزي حکومت ته ګوري چې؛ په اداري فساد کې غرق دی، نو بيا ګرانه ده، چې د هغه ملاتړ وکړي. خو وال سټريټ جورنال وړاندې ليکي چې؛ د امريکايي پوځيانو يوه بل پاڅون ته هيلې پيدا شوې دي.

ورځپاڼه د افغانستان په جنوب کې د ايتلافي ځواکونو د يوه قوماندان تورن جنرال "رابرټ ابرامس" خبره د دې پاڅون په اړه را اخيستې ده چې؛ وايي، په فبروري کې د کندهار په پنجوايي کې ولس د طالبانو پرضد راپورته شو او ويې ويل، چې نور نو بس دی.
XS
SM
MD
LG