د جرمني چاپ يوې ورځپاڼې راپور ورکړ چې؛ د دغه هېواد پوليسو د کمپيوټر د سافټ وېر يو پاکستاني انجنير نيولي دي.
د جرمني فوبس معتبرې مجلې په وروستۍ ګڼه کې، چې پرون (پنجشنبه) چاپ شوه، راپور ورکړ، د دغه هېواد وسله والو پوليسو د کمپيوټر د سافټ وېر يو اته ويشت کلن متخصص د چهارشنبې په ورځ د جرمني په شمال کې په بريمن ښار کې په داسي حال کې ونيوه چې نژدې و وتښتي.
د فوکس مجلې له راپور سره سم دغه پاکستاني انجنير په غيرقانوني ډول د ټکنالوژۍ په يوه عالي شرکت کې د بې پېلوټه الوتکو د لارښوونې اسناد ترلاسه کړي وو.
د جرمني پوځ په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو په وسيله د شپې او ورځې په مخه د وسله والو طالبانو فعاليتونه څاري.
د جرمني بې پېلوټه الوتکې د امريکايي بې پېلوټو خلاف په وسلو سمبال نه دي.
امريکا په افغانستان او د پاکستان په قبايلي سيمو کې له بې پېلوټه الوتکو څخه هم د څارنې او هم د عملياتو لپاره کار اخلي.
د پاکستاني انجنير له لوري د جرمني د بې پېلوټه الوتکو د مالوماتو د غلا کولو په باب فوکس مجلې راپور د دغه هيواد د "کارلسروهه" ښار فډرالي څاروانوالانو لاتاييد کړي نه دي.
د دغه ښار فډرالي څارنوالان د جاسوسانو د نيونو قضيې څاري.
فوکس مجلې په خپل راپور کې ويلي؛ ګومان کېږي چې دغه انجنير د بې پېلوټه الوتکو د لارښوونې د سيسټم په اړه داسې مالومات ټول کړي؛ څو دا الوتکې په افغانستان کې وغورځول شي.
د مجلې له مخې د تکنالوژۍ د شرکت يو مدير پوه شوي و چې؛ پاکستاني انجنير څه کوي.