د افغانستان د ولسمشر ويندوی وايي، پاکستان هڅه کوي چې، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې ناکامې شي.
ايمل فيضي له فرانس پريس خبري اژانس سره په مرکه کې وويل؛ پاکستان سولې ته د طالبانو د راضي کولو لپاره داسې شرطونه ايښي چې؛ افغانستان ته د هغو منل ناممکن دي.
فيضي د پاکستان د شرطونو په اړه وويل:
"دوی له موږ څخه غواړي چې، له هند سره اړيکې پرې کړو، د ملي اردو افسران د روزنې لپاره پاکستان ته ولېږو او له دغه هېواد سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسيلک کړو."
پاکستان، چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ ميلادي کال پورې د طالبانو د رژيم کلک ملاتړ کاوه؛ له وسله والو طالبانو سره، چې مشرانو يې د افغانستان پولې ته نژدې پناه اخيستې ده؛ د افغانستان د حکومت په خبرو کې مهم رول لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې تر ډېره ښې شوې وې. بريتانيا د افغانستان او پاکستان مشران خپل هيواد ته وروبلل؛ څو د ۲۰۱۴ کال تر پايه په افغانستان کې د روغې جوړې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوه هيوادونه همکاري وکړي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه ويندوی "عزيز احمد چودري" د افغان چارواکو ادعاوې رد کړې او ويې ويل، پاکستان د لندن په لمنه کې د صدراعظم ډېوېد کامرون په کور کې له افغانستانه کومه غوښتنه نه ده کړې.
ده همداراز وويل چې، د ستراتيژيکو همکاريو خبره ياده شوه او هغه هم لومړی افغانستان کړې وه.
چودري د پاکستان له لوري د افغان ځواکونو د روزنې په اړه وويل چې؛ پاکستان دا غوښتنه د ښه نيت له مخې کړې وه.
ده په عين حال کې وويل چې، د افغانستان خاوره بايد د هند يا بل هېواد له لوري د پاکستان پرضد استعمال نه شي.