د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

"دیني عالمان دې د جنګ او تبعیض پرضد فتوا ورکړي"


په کابل ښار کې یوه سازمان د یوې مظاهرې په کولو سره د هېواد او نړۍ د دیني عالمانو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې او ورور وژنې پر ضد فتوی ورکړي.

مظاهره کوونکو سربیره پر دې چې د هېواد او نړۍ له دیني عالمانو څخه یې د جنګ او تبعیض پرضد د فتوا د صادرولو غوښتنه کوله، له وسله والو طالبانو یې هم هیله وکړه، چې نور دی له جنګ او ورور وژنې لاس واخلي.

مظاهره کوونکو چې شمېر یې کابو دوه سوو ته رسیده د پنجشنبې په ورځ یې د دارالامان له څلور لارې څخه تر ملي شورا پورې، واتڼ پلی وواهه او د جنګ او تبعیض پرضد یې شعارونه ورکول.

دوی پر افغانانو هم غږ وکړ، چې ملي یووالی ټینګ او د پردیو پر دسیسو تیرنه وځي.

دوې د مظاهرې په پاې کې یو پریکړه لیک چې د یادې شورا یوه غړي عزت اله جویا ولوست، یوه برخه یې داسې وه:

«د متحدو افغانانو شورا د اسلام له سترو دیني عالمانو، د اسلامي کنفرانس له سازمان او د هېواد له جیدو علماو هیله لري، چې د سولې په راوستلو کې دې د افغانستان له مسلمان ملت سره مرسته وکړي.

له طالبانو هم غواړو، چې له جنګه لاس واخلي او نور دې خپلو هېوادوالو ته عذاب نه ورکوي.»


د متحدو افغانانو د شورا غړو دا هم ویل، که د دوی غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي، هڅه به وکړي چې دې مظاهرو ته لا دوام ورکړي.

د افغانستان د علماو شورا وایې، په هېواد کې يې د ناامنیو او ورور وژنې پرضد د پام وړ مبارزه کړې او کوي یې.

د افغانستان د علماو شورا غړي مولوي شفیع اله نورستاني ازادی رادیو ته وویل:

«د عالمانو شورا له لسو کلونو راهیسي هڅې کوي، چې په هېواد کې سوله ټینګه او تبعیض او فساد ورک شي، په دې لاره کې علما ډیرې قربانی ورکړي، تر اوسه یې کابو پنځوس تنه وژل شوي او له دې سره سره دې مبارزې ته دوام ورکوي.»

د متحدو افغانانو شورا په داسې حال کې د جنګ، تبعیض او ورور وژنې پرضد مظاهره کوي چې، له څه باندې دیرشو کلونو راهیسې په دې هېواد کې ناامني جاري او په لسګونو زره خلک یې ووژل.

افغان حکومت په وروستیو کلونو کې هڅې تیزې کړي، څو له وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو له لارې سولې ته ورسیږي.

خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG