د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۰۵

"د جاوید لودین څرګندونې د ټولو افغانانو دریځ نه دی"


ویاند مولوي شهزاده شاهد
د سولې عالي شورا چارواکي وایي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت څو اړخونه لري او د ګاونډیو هېوادونو رول په کې تر ټولو زیات مهم او ګټور دی.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال خبرې د ټولو دریځ نه دی او دوی اوس هم د پاکستان همکارۍ ته هیله من دي.

مولوي شاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي را‌ډیو ته وویل، چې د افغانستان د سولې بهیر ډیر پیچلی دی او د سیمې او نړۍ له همکارۍ پرته پرمخ نه شي تللی:

"که څه هم د لودین صاحب خپل نظریات دي، مګر د افغانستان مسله مغلقه او پیچیده ده، مختلف ابعاد لري، په ملي، بین المللي او نړیواله کچه باندې.

دغسې ګیلې او شکایتونه زمونږطرف ته هم شته او د هغوی طرف ته هم دي، خو مونږ په دې ټینګار کوو چې زمونږ ګټې شریکې دي او لوی سرحد لرو، زمونږ غوښتنه بیا هم داده چې پاکستان او ایران د سولې په بهیر کې له مونږ سره مرسته وکړي."


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین رویټرز خبري آژانس ته په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان حکومت به نور له پاکستان څخه د سولې په برخه کې مرسته نه غواړي.

جاوید لودین ویلي، حکومت به د سولې د ټینګښت په هدف د طالبانو له هغو جګپوړو مشرانو څخه مرسته وغواړي چې په بګرام زندان کې وو او اوس افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له دې خبرو سره سم د چهارشنبې په ماښام د بریتانیا صدر اعظم ډیویډ کامرون له ولسمشر کرزي سره ټیلفوني خبرې وکړې او د افغانستان او پاکستان په اړیکو یې هم بحث وکړ.

ویل کیږي چې له ولسمشرکرزي سره د ډيویډ کامرون د خبرو هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول وو.

ځینې سیاسي کارپوهان وایي افغان چارواکي ځکه د پاکستان د رول په اړه داسې څرګندونې کوي چې نور د هغه هیواد له همکارۍ څخه ناهیلي شوي.

وحید مژده ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت اوس پوه شوی چې پاکستان پرطالبانو دومره نفوذ نه لري لکه څنګه یې چې تمه کیده:

"اوس افغانستان له پاکستان څخه بلکل ناهیلی شوی او پوهیږي چې پاکستان په دې برخه کې مرسته نه کوي.

افغان حکومت ډیر ټینګار کاوه چې یوازې پاکستان کولای شي دا ستونزه حل کړي، خو اوس دا خبره څرګنده ده، چې پاکستان هغسې یې چې افغان حکومت تمه کوله پر طالبانو نفوذ نه لري او اوس باید دومره اعتماد په هغوی ونه شي چې دا ستونزه حل کولای شي."


خو د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې افغان حکومت باید د سولې په بهیر کې له ډیر زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د ګاونډیو هیوادونو رول ته په کم نظر ونه ګوري.

له دې وړاندې ولسمشرحامد کرزي په وار وار له پاکستانه غوښتي چې د سولې په بهیر کې همکاري وکړي او د ولسمشر په وینا پاکستان کولای شي په دې بهیر کې ترټولو مهم رول ولوبوي.

خو داسې نظرونه هم موجود دي چې پاکستان تراوسه له افغان حکومت او د سولې له عالي شورا سره په خپلواکثره ژمنو وفا نه ده کړې.

افغان او پاکستاني چارواکو پریکړه کړې وه چې د سولې د ټینګښت په هدف به په کابل کې د دواړو هیوادونو د دیني علماوو یوه ګډه غونډه جوړوي، خو وروسته ولیدل شول چې پاکستاني علما ددې غونډې له جوړولو څخه په شاه شول.

پاکستان د تیر میلادي کال په وروستیو کې د افغان حکومت په غوښتنه کابو شل طالب مشران هم له بند څخه خوشې کړل خو تراوسه د هغوی برخه لیک نه دی معلوم او داسې ویل کیږي چې اکثره یې بیرته د وسله والو طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG