د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۸

په غني خیلو کې یوه تنکي ماشوم یو امریکايي سرتیری وژلی


د شینوارو په غني خیلو ولسوالۍ کې یوه تنکي ماشوم د چاقو په وسیله امریکايي سرتیری وژلی.

د غني خيلو ولسوال حاجي زلمي ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د چهار شنبې په ورځ غرمه مهال د دې ولسوالۍ د شېرګړ بازار په سیمه کې امریکايي ځواکونو د امنیت ساتنې په هدف ګزمه وهله.

نوموړی وايي، چې په همدې وخت کې یو شمېر ماشومان د یوه امریکايي سرتیري نا راتاو شوي و، چې په دې کې یوه تنکي ځوان په ډيرې چټکی سره له امریکايي سرتیري برچه راخیستې او په سر باندې په چاقو وهلی او خپله ماشوم له سیمې نه په تیښته بریالی شوی.

د ولسوال په خبره وروسته دوی ته رپوټ رسیدلی، چې یاد امریکايي سرتیری د زخم له امله وژل شوی.

«دا خو د غرمې پاوباندې دولس بجې وې، چې د شیرګړ په بازار کې دوی امنیت نیولی و، کوم واړه هلکان ورنه راغونډ شوي وو، په دې کې یوه غټ ماشوم دغه امریکايي سرتیری په سر وهلی و، وروسته ماته امریکايانو وویل، چې دی مړ شوی او خپله ماشوم په تېښته بریالی شوی.»

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په یوې ټیلیفونې اړیکه کې وویل، چې دغه تنکی ځوان خالد نومیده او د پيښې وروسته له دوی سره یو ځای شوی دی.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG