د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

روسیه: ایساف دې افغان ځواکونو ته پوځي وسایل پریږدي


د روسیې په پوځ کې د بهرنیو اړیکو جګ پوړي پوځې چارواکې سرګې کوشیلوف په مسکو کې د بهرنیو هیوادونو له پوځي اتشو سره په غونډه کې وویل، روسیه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هیواد د امنیت پر وړاندي ګواښونو په اړه اندیښنه لري.

کوشیلوف زیاته کړه، موږ په افغانستان کې د داسې یوه رژیم د خطرونو پر اندیښنو سترګې نشو پټولای چې تررویزم، د نشه یي موادو قاچاق او بې ثباتۍ به پراخې کړې.

رویترز لیکې: روسیه چې په ۱۹۸۰ لسيزه کې د افغانستان د یرغل او جګړې څخه چې په زرونو عسکر یي پکې ووژل شول او له امله یي په ۱۹۹۱ کال کې پخوانی شوری اتحاد هم ړنګ شو، ترخې خاطرې لري او له همدي امله یي دغه هیواد ته په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پر مشرۍ پوځې ایتلاف ته عسکر وانه ستول، خو له هماغه لومړي سره یي په افغانستان کې د امریکا او ناتو د ماموریت او عملیاتو ملاتړ کړی او په دي هیواد کې ديره ایتلافي ځواکونو ته د سپکو وسلو او مهماتو د انتقال په مقصد یي په خپلې خاورې کې ترانزیتې لار پرانستله.

روسیې دغه راز په افغانستان باندي پوځې هلیکوپترونه وپلورل او په تخینکې چارو کې یي افغانان هم وروزل.

کوشیلوف د بهرنیو هیوادونو له پوځې اتشو سره په غونډه کې وویل:

«آیساف ځواکونه چې له افغانستان څخه وځې وسلې او وسایط باید په ښه او فعال حالت کې افغان امنیتي ځواکونو ته پریږدې چې دا به یو ډېر مهم کار وي.»

ده زیاته کړه، د می میاشتې په وروستیو کې د اروپا د امنیت په اړه کنفرنس جوړیږي، روسیه به وړاندېز وکړې چې په افغانستان کې د پوځې وسایطو د رغاونې یا ترمیم تاسیسات جوړ کړي.

سرګي کوشیلوف دا هم وویل، روسیه غواړي له افغانستان څخه د راپیدا کېدونکو ګواښونو د مقابلې په کار کې له یوې خوا د مرکزي آسیا او د پخواني شوروي اتحاد له امنیتي متحدانو سره خپله نږدې همکاري وساتې او له بلې خوا له ناتو سره هم ښه اړیکې ټينګ کړي.

کوشیلوف د بهرنیو پوځې آتشو په غونډه کې وویل، دی، د کوم سیاسي ډيالوګ په اړه خبرې نه کوي، بلکه مقصد یي د داسي پخو پروژو جوړول دي چې پوځونه به یي چاري پر مخ وړي. ده د کومې مشخصې پروژې نوم یاد نه کړ.
XS
SM
MD
LG