د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

افغان پوځي هيئت پاکستان ته سفر لغوه کړ


افغانستان د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته د پوځې هیئت سفر لغوه کړ او دا دواړو هېوادونو په اړیکو کې د تاوتریخوالی یوه بله نښه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان پوځ د افغانستان د ملي پوځ یولسو (۱۱) پوځیانو ته بلنه ورکړې وه چې په کوټه کې د پاکستان له پوځ سره په پوځې تمریناتو کې برخه واخلې، خو په کونړ باندې یو ځل بیا د پاکستان له لورې د توغندیو د ورولو له امله دا سفر لغوه شو.

د کونړ والي فضل الله وحیدي فرانسپرس اژانس ته ویلي، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د کونړ په سرحدي سیمو باندي د پاکستان له لورې شاوخوا پنځوس توغندي لګیدلې او د سیمې اوسیدونکو ته یي زیانونه اړولې دي.
د پاکستان د پوځ یوه چارواکې آژانس ته ویلي، دوي د افغانې هیئت د سفر د لغوه کېدو د جزئیاتو په اړه خبر ندي او له زیاتو خبرو کولو څخه یي ډډه وکړه.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پدي وروستیو کې اړیکې یو څه ښه شوې وو او د دواړو هیوادونو جمهورو رئیسانو د فبرورۍ په څلرمه د افغانستان د ۱۱ کلنې جګړې د ختمولو په مقصد په لندن کې د انګلستان د صدراعظم ډیویډ کامرون په منځګړتوب خبري وکړي.

لویدیځ څیړونکې باور لري، پاکستان چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ یي په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ملاتړ کاوه، د طالبانو او کابل ترمنځ د سولې په هلو ځلو کې ډېره مهمه ونډه لري، خو د لندن له خبرو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی او چارواکو یو پر بل باندي تورونه لګولې دي.

د پاکستان د پوځ استخباراتو یا آي ایس آي د سه شنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او پکې ویل شوي:

"افغانستان د پاکستانې طالبانو چې د شاوخوا شپږو کالو راهیسي د اسلام آباد پر ضد جنګیږي، قوي ملاتړ کوي."

آي ایس آي پدي راپور کې چې په انګلیسې ژبه یي لیکلی او د پاکستان سترې محمکې ته یي هم ورکړی، وایي:

"دغو بې دینانو ته د پاکستان ضد عناصروله خوا په خاص ډول د پولې اغاړه، د لوژستیک، روزنې او مالې مرستې کېږي او دا په پاکستان کې د وسله والو فعالیتونو د زیاتیدو یو مهم عامل دی."

فرانسپرس آژانس لیکې: تيره میاشت د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو کنفرنس چې مقصد یي د سولې د عملیې پر مختګ و، د اختلافاتو له وجې لغوه شوی و.

له بلې خوا، د پاکستانې طالبانو یو مشر مولوي فقیر محمد څه موده وړاندي په افغانستان کې نیول شوی و او اسلام آباد له کابل څخه غواړې چې دوي ته یي باید حواله کړي. افغان حکومت د پاکستان غوښتنه نده منلې او نوموړی مولوي یي د نورو سیاسي بندیانو د تبادلې په مقصد ساتلی دی.

په یوه بل پرمختګ کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره په ټیلفون کې خبرې وکړې، د لندن د خبرو د تعقیبولو او له پاکستان سره د اړیکو په اړه یي بحث وکړ.
XS
SM
MD
LG