د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۳۶

له ۲۰۱۴نه وروسته د افغان ښځو ویره


ګڼو لویدیځو ورځپاڼو بیا هم افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په سفر ډیرې لیکنې خپرې کړې دي.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان ښځو د امینتي اندېښنو په اړه په یوه مقاله کې د یو شمېر سوداګرو ښځو سره د جان کري لیدنه ته په اشارې وايي، د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له افغان مشرانو سره تر کتنې وروسته له یو شمېر ښځو سره وکتل، چې د سړېو تر واک لاندې دې ټولنه کې یې ځان ته لاره پرانیستې ده.

ورځپاڼه وايي، په کابل کې د امریکا د سفارت په ودانۍ کې د افغان ښځو سره د دې لیدنې هدف دا و، چې د دوه زره یوم کال راهیسې چې د طالبانو ریژیم نسکور شوی د افغان میرمنو پرمختګونه په کې وڅیړل شي.

خو په نیویارک ټایمز کې د خپرې شوې لیکنې په وینا په دې غونډه کې د افغان ښځو هغې ویره هم په ډاګه شوه، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته مودې لپاره یې لري، کله چې د امنیت ساتنې بشپړ مسولیت افغان حکومت ته وسپارل شي او په دې هېواد کې د امریکا په مشرۍ نړېوال حضور کم شي.

ورځپاڼه لیکې، حسنیه سید چې د حمل و نقل، رغونې او خوړو کمپنۍ چلوي، جان کري ته وویل، همدا چې د مسولیتونو لیږد رانژدې کېږي د سوداګرۍ په سیکټور یې منفي زیاتیږي.

حسنیه سید په دې غونډه کې وویل، د اټکل له مخې دا مهال د خپلې بودیجې دریمه برخه په امنیتي تدابیرو لګوي. نوموړې وویل اوس یې لویه اندېښنه دا ده، هغه نوي کاروبارونو چې په افغانستان کې خلکو په ځانګړې توګه د رغونې، ترانسپورت او میلمه پالنې په برخو کې پیل کړي له بهرنیو پرلپسې مرستو پرته دوام نه شي کولای.

حسنیه سید ویلي دي، د رغونې او نور کاروبارونه ورو ورو تړل کېږي.

د نوموړې په وینا د نړېوالو وروستیو پاتې لګښتونو په برخه کې به چې لګول به یې د افغان حکومت پر لاس وي د قرادونو اخیستل ګران وي، ځکه دا قراردادونه به هغو کمپنیو ته ورکول کېږي چې په لوړو پوسټونو کې ملګري ولري.

ورځپاڼې د ندیمه سهر په نوم د یوې بلې افغانې له خولې چې د ګاڼو او په کلالۍ د جوړو شویو هنري لوښو کاروبار کوي او په امریکا کې یې زده کړې کړي وايي :

" د یوې ښځې او افغانې په توګه زما خپلې اندېښنې دي )) نوموړې د امنیت او د ښځو د حقونو په برخه کې شتو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه زه فکر نه کوم چې زموږ هیواد دې د امنیت د مسولیت پر غاړه اخیستلو ته چمتو و اوسي.

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د جان کري سره د یو شمېر افغان ښځو د لیدنې په اړه لیکنه خپره کړې ده او په یوه برخه کې یې له انا امنۍ څخه د افغان ښځو د شکایتونو په اړه وايي، وسلوالو طالبانو په دې سخت محافظه کاره هېواد کې د نجونو ښونځي سوزولي دي او په ډیرو سیمو کې یې ښځو ته ګواښونه کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي طالبانو یو څه سیاسي کنټرول تر لاسه کړي او یا د کابل حکومت سره کوم جوړجاړي ته ورسیږي.

خو واشنګټن پوسټ د بارک اوباما د ادارې په حواله لیکې، دا په افغانستان پورې تړلې مسلې دي چې په اړه یې باید پریکړه وکړي، خو هغه پراخې بهرنۍ مرستې چې افغان حکومت به ورته اړتیا لري یوه برخه به يې په دې پورې تړلي وي چې افغان حکومت د ښځو په برخه کې تر لاسه شوې بریاوې څنګه ساتي.
XS
SM
MD
LG