د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

د وسله والو طالبانو لاس ته د بدخشان ولایت د لویدو ویره


د افغانستان په لرې شمال خیتځ ولایت بدخشان کې، چې یو مهال د دې هېواد له تر ټولو امن او با ثباتو سیمو ګڼل کېده، اوس ګډوډۍ تر دې حده زیاتې شوې، چې د وسله والو طالبانو لاس ته د دې ولایت د لویدو ویره ده.

د بدخشان امنیتي چارې تیر کال د ناټو ځواکونو له خوا افغان امنیتي قواوو ته وسپارل شوې، خو په دې ولایت کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال سره سم، تشدد زیات شوی او د وسله والو فعالیتونه د پراختیا په لور روان دي.

افغانانو ته د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ټول هېواد د امنیتي چارو مسولیت سپارل کېږي او شاوخوا یو لک او دیرش زره بهرني عسکر به له دې هېواده وزي نو بدخشان به د ثبات ټینګولو په کار کې د افغان ځواکونو لپاره یوه مهمه ازموینه وي.

د بدخشان وضعیت دا اندیښنه زیاته کړې، چې ښايي ۳۵۰ زره افغان ځواکونه به د هغې تشې د ډکولو لپاره کافي نه وي، چې د بهرنیوځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کېږي.

دا حالت د حکومت سقوط او د یوې بلې کورنۍ جګړې پيل ته لاره خلاصولای شي. بدخشان د بېلابېلو دلایلو له مخې د افغانستان یو ډیر مهم ولایت دی.

دا ولایت د چېن، پاکستان او تاجکستان له خاورې سره ګډه پوله لري او ستراتیژیک اهمیت لري.

د بدخشان پیچلې درې او لوړ غرونه د وسله والو لپاره د پناه اخیستلو او پټيدو لپاره مناسب ځای دی او دا ولایت د نشه يې موادو د قاچاق په لاره پروت دی.

د بحرانونو د حل په برخه کې یو امریکايي کارپوه ديویډ یونګ وايي، بدخشان د دې لپاره، چې ډیر غرنی دی، هیڅ کله هم د افغان حکومت او ناټو لپاره لومړیتوب نه درلود.

ښاغلي یونګ د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د سلاکار په توګه کار کړی دی.

د ده په وینا، د ځواکونو د وتلو له چټکتیا سره سم افغان او ایتلافي ځواکونو ډير پام د ښاري سیمو امنیت ته اړولی او د بدخشان په څير زیاتې لرې پرتې سیمې یې هیرې کړې، چې حتې د وسله والو طالبانو لاس ته لویدو خطر یې هم شته، دي وايي :

"فکر کوم، چې د ناټوځواکونو په ټول افغانستان کې خپلې هڅې اومنابع هلته زیاتې کړې، چې د خپل فعالیت موثریت لیدلای شي.

بدخشان په دې سیمو کې نه دی. زه ویره لرم، چې حتی ځينو ښاري سیموته به هم د ډيرو ښاري سیمو په پرتله کم لومړیتوب ورکړ شي او د طالبانو د نفوذ لپاره به لاره پرانیستل شي."


البته د افغانستان د دفاع وزارت دا خبر نه تاییدوي، د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وایي:

"طالبان پر هغو سیمو د حملو هڅه کوي، چې د امنیت ټینګولو مسولیت افغانانوت ه سپارل شوی، خو موږ خوشحاله یوو، چې په بدخشان کې زموږ د ځواکونو تجهیزات ښه شوي دي."

په بدخشان کې امنیتي اندیښنوته خلک هم متوجه دی ځکه په وروستیو کې، په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنې نښتې وشوې.

د دې ولایت د جرم ولسوالۍ یوه اوسیدونکې شریف ازادي راډيو ته وویل : هره ورځ په یوه سیمه کې نښته وي. خلک حکومت ته عذر کوي، چې دې ته پام وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وویل، چې په وردوج ولسوالۍ کې، چې ډيره بې امنه بلل کېږي، د مارچ په ۲۳ نیټه لږترلږه پینځوس وسله وال په عملیاتو کې ووژل شول.

وسله والو د مارچ په شپږمه په وردوج کې پر افغان ځواکونو په حمله کې اولس تنه عسکر ووژل، چې په روان (میلادي) کال کې پر ملي اردو تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

د دې ولسوالۍ یو اوسیدونکې صلاح الدین وایي، چې په دې ناکراریو کې ګن شمیر ملکې کسان مړه او ټپيان شوي دي.

صلاح الدین ویلي، چې ګڼ شمیر کورنۍ د بې امنیتی د ویرې له سیمې تښتیدلې دي، دی وایي:

"طالبانو پر ولسوالۍ حمله وکړه. د وردوج په منځ او شاوخوا کې سخته جګړه وشوه. کورونه ویجاړ شول او شپږ تنه زخمیان شول.

په دې کې حکومتي ځواکونو او وسله والو لاس درلود، یو پر بل ېې د راکټو ډزې کولې، هدف یې نه شوای ویشتلای نو راکټ په کورونو ولګیدل."


په بدخشان کې یو شمیر خلک وايي، چې د حکومتي ادارو نفوذ کمزوری دی او د ولایت د امنیت ټينګولو لپاره د افغان ځواکونو شمیر کم دی.

د افغانستان امنیتی ځواکونه اوس د دې هېواد د تقریبا اتیا فیصده خاورې د امنیت ټينګولو مسولیت لري.

امریکايي څارونکې ډيويډ یونګ وايي، چې د بدخشان د امنیت په ټینګولو کې د افغان ځواکونو پاتې راتلل دا څرګندوي، چې هغوي اصلا د مسولیت اخیستلو ته تیار نه دی.

ښاغلی یونګ وايي : د افغان ځواکونو له لیکو د عسکرو د تښتیدو پيښې زیاتې دی، وسایل نه لري، مورال یې ټيټ دی او قانون تر ډیره حده نه مراعت کېږي.
XS
SM
MD
LG