د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۴

یان کوبیش: هیله ده قطر ته د کرزي سفر ښه نتایج ولري


په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان ځانګړی استازی هیله څرګندوي چې قطر ته د ولسمشر کرزي کېدونکې سفر په دې هېواد کې د سولې پر پروسې مثبته اغیزه پرې باسي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي په دې هېواد کې د سولې له هلوځلو څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل دوی په دې هڅه کې دي چې څنګه کولای شي د سولې له عالي شورا سره په نږدې همآهنګۍ په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یان کوبیش په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو هڅو ته په اشارې وویل هیله من دي چې د دې دفتر پرانستنه او له قطرڅخه د ولسمشرکرزي لیدنه ښه نتایج ولري.

ښاغلي یان کوبیش د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"هغه څه چې مهم دي هغه په دوحې کې وسله والو طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په اړه د افغانستان پریکړه ده، دا دفتر د سولې د عالي شورا او د وسله والو طالبانو د صلاحیت لرونکو استازو ترمنځ د خبرو آترو د چټکولو په هدف پرانستل کېږي.

موږ هیله لرو چې دا هڅې ښې نتیجې ولري.

بله مساله له قطره د ولسمشر کرزي د لیدلو پلان دی،هیله من یو چې له دې سفرنه وروسته د ځینو پیغامونو شاهدان و اوسو."


یان کوبیش وویل، له جمهور رییس کرزي سره به د قطر له سفر وروسته د سولې د روانو خبرو هلو ځلو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده ولسمشر کرزی په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستلو او په دې اړه له قطري چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په نږدې راتلونکې کې دوحې ته سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش له وسله والو طالبانو وغوښتل چې عادي ژوند ته مخه کړي او د جګړې د دوام لپاره په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور پلمه ونه ګرځوي ځکه چې بهرني سرتیري له افغانستان څخه وځي:

"که مې تیروتنه نه وي کړي د جنګ د دوام لپاره د وسله والو مخالفانو یوه بهانه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور دی.

هغوي باید دا په پام کې ولري چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یو تن بهرنی پوځي سرتیر به هم په دې هیواد کې حضور ونه لري.

له همدې امله له هغوی څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د سولې ایزې او ثبات لرونکې فضا د رامنځ ته کولو لپاره لازم اقدامات وکړي."


ولسمشرکرزي او بارک اوباما د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې په قطرکې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانستول موافقه وکړه.

د دې دفتر د پرانستلو هدف د سولې له عالي شورا سره د خبرو آترو لپاره د وسله والو طالبانو هڅول بلل شوي.

خو افغان چارواکو ویلي چې دا دفتر به هغه وخت پرانستل شي چې وسله وال طالبان له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې او د افغانستان اساسي قانون ومني.

وسله والو طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او ویلي یی دي چې ترهغې به سولې ته غاړه نه ږدي چې له دې هیواد څخه بهرني ځواکونه،نه وي وتلي.
XS
SM
MD
LG