د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۲۷

"وکېلان دې خپل مسئولیتونو ته زیاته پاملرنه وکړي"


د ولسي جرګې اداري پلاوی د وکېلانو د غیر حاضرۍ او د دې جرګې د نصاب د کموالي له امله شکایت کوي.

ټاکل شوې وه، ولسي جرګه د چهارشنبې په ورځ په درې نړېوالو کنوانسیونونو کې د افغانستان د ګډون سندونه تصویب کړي، خو د نصاب د نه بشپړیدو له امله پرې بحث ونه شو.

د ولسي جرګې د نصاب نه بشپړیدل کله نا کله د دې لامل کېږي، چې د دې جرګې یو لړ بحثونه او پریکړې له یوې ورځې څخه بلې ته پاتې شي.

د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګه یو ځل بیا له دې ستونزې سره مخ شوه او په درې مهمو کنوانسیونونو کې د افغانستان د ګډون د موضوع په اړه بحث پرته له نتیجي پاې ته ورسید.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د وکېلانو دغیر حاضرې مساله مهمه وبلله او هیله یې وکړه چې، وکېلان دې خپل مسئولیتونو ته زیاته پاملرنه وکړي:

"دا ډیر د خواشینۍ ځای دی، چې د افغانستان د خلکو منتخب استازی د کمیسیونونو او د جرګې عمومي غونډو ته نه حاضریږي.

دا کار د خلکو د ارادو تمثیل نه شي کولای، هیله ده وکېل صاحبان د خلکو سره جفا ونه کړي."


دا لومړی ځل نه دی، چې د ولسي جرګې د نصاب له نه بشپړیدو شکایتونه کېږي بلکې دا ستونزه له څو کالو راهیسي په خپل ځای پاتې ده.

د جرګې ځینو غړو له اداري پلاوي وغوښتل، چې د یادې ستونزې اواري ته دې جدي تدابیر ونیسي او د هغو وکېلانو دندې دې وځنډوي، چې ډیره غیر حاضري کوي، د ولسي جرګې یوې غړې فاطمې عزیز په دې اړه وویل:

"یو شمېر وکېلان دي، چې یوازې د یوه وزیر د استیضاح او رایي ورکولو په ورځ حاضر او نور غیر حاضر وي.

هیله ده، دندې یې وځنډوۍ، نومونه یې مطبوعاتو ته ورکړئ او مربوط ولایت ته یې خبر ورکړئ، چې ستاسې وکېل غونډو ته نه حاضرییږي"


د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د جرګې پر غیر حاضرو غړو ډیر انتقادونه شوي، خو له دې سره سره شته ستونزه نه یوازې دا چې کمه نه شوه بلکې دوام یې وموند.

د ولسي جرګې د ځینو غړو د معلوماتو له مخې، داسې وکېلان هم شته چې په مختلفو بهانو په میاشتو میاشتو هم د جرګې غونډو ته نه حاضریږي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG