د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۰۸

"د بریتانیا ترکنټرول لاندې زندانیان دې هم افغان حکومت ته وسپارل شي"


د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومت څخه غواړي چې د هېواد دننه د بریتانوي ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانیان هم باید افغان لوري ته وسپارل شي.

د دې جرګې لومړي منشي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، هیڅ یو بهرنی هېواد حق نه لري چې په افغانستان کې زندان ولري.

د ولسي جرګې اداري پلاوی په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د زندانونو موجودیت د هېواد له قوانینو او ملي حاکمیت سره په ټکر کې بولي او وایي، دغه زندانونه هم باید ژر تر ژره افغان لوري ته وسپارل شي.

د دې جرګې لومړی منشي انجینرسید اکرام وایي، کله چې افغان حکومت د بګرام په څیر د لوی زندان مسوولیت ترلاسه کړ، نو د نورو بهرنیو زندانونو د انتقال په برخه کې هم باید جدي اقدامات وکړي.

انجینر اکرام د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دوي ته په دقیقه توګه معلومه نه ده، چې بریتانیا په افغانستان کې څومره افغانان بندیان کړي، خو وایي هیڅ بهرنی هېواد په په افغانستان کې دننه د زندانونو د لرلو حق نه لري.

تر اوسه چارواکو هم نه دي ویلي، چې بریتانیا په افغانستان کې څومره افغانان زنداني کړي، خو د ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې په هلمند کې لسګونه افغان بندیان د بریتانوي ځواکونو تر کنټرول لاندې شپې او ورځې تیروي.

څه موده وړاندې د بریتانیا سترې محکمې په افغانستان کې له خپلو پوځي چارواکو څخه غوښتي وو، چې افغان زندانیان دې د افغانستان حکومت ته نه سپاري، ځکه د دوی په خبره د دې هېواد په زندانونو کې شکنجه موجوده ده.

خو یو شمېر حقوقي کارپوهان وایي، چې بریتانوي چارواکي له دې ډول څرګندونو څخه سیاسي هدف لري او غواړي د زندانیانو په سپارلو سره په افغان حکومت خپل احسان واړوي.

حقوقي کارپوه عبدالستار سعادت ازادي راډیو ته وویل چې د بریتانوي ځواکونو ترکنټرول لاندې زندانونو کې زندانیان بې برخه لیکه پراته دي او دا خپله یوډول روحي شکنجه ده.

په ځینو راپورونو کې د جمهوري ریاست د چارواکو له خولې ویلي شوي وو، چې ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا ته دنده سپارلې چې له بریتانوي چارواکو سره د افغان زندانیانو د سپارلو په اړه خبرې وکړي.

خو د جمهوري ریاست مطبوعاتي مسولین په دې اړه خبرې کولو ته حاضر نه شول.

د بریتانوي ځواکونو څخه افغان لوري ته د زندانیانو د سپارلو غوښتنې په داسې حال کې کیږي چې تیره دوشنبه د بګرام زندان مسولیت په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG