د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

"د لوګر په برکي برک کې لسګونه تنه طالبان مړه او ټپیان دي"


په لوګر کې چارواکي وایي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر امنیتي مسوولان وایي، چې دا عملیات په تیرو درېیو ورځو کې په برکې برک ولسوالۍ کې ترسره شوي او لسګونه تنه وسله وال طالبان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

سیمه يیز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې نږدې پنځوس تنه وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا پوځي عملیات د برکي برک ولسوالۍ په سجاوڼ کلي کې شوي او څه باندې څلویښت تنه وسله وال طالبان نیول شوي هم دي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره په دې عملیاتو کې چې د سې شنبې ورځې په ماښام پای ته ورسېدل یوه اندازه وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
د لوګر امنیتي مسوولان وایي، چې دا عملیات په تیرو درېیو ورځو کې په برکې برک ولسوالۍ کې ترسره شوي او لسګونه تنه وسله وال طالبان په کې مړه او ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیتي مسوولان وایي، چې دا عملیات په تیرو درېیو ورځو کې په برکې برک ولسوالۍ کې ترسره شوي او لسګونه تنه وسله وال طالبان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

ده وویل، چې دا عملیات درې ورځې مخکې وروسته له هغې چې د ملي اردو دوه تنه سرتیري د وسله والو طالبانو لخوا وتښتول شول پیل شول چې په نتیجه یې د ملي اردو دواړه تښتول شوي سرتیري هم ژغورل شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په سجاوڼ کلي کې د خپلو دولس تنو وسله والو وژل کیدل تایید کړي خو ادعا یې کړې چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته هم له طالبانو سره په نښته کې ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده ویلي، چې په سجاوڼ کې ډیره مرګ ژوبله وسله والو طالبانو ته نه بلکې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټر عبدالولي وکیل هم ازادي راډیو ته وویل، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په دې عملیاتو کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان او شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

ډاکټر وکیل څرګنده کړه، چې د لوګر امنیتي وضع په ژمي کې ډیره ښه وه خو په دې وروستیو کې د دې ولایت په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو تحرکات پیل شوي دي.

لوګر پایتخت کابل ته نږدې پروت دی خو په تیرو دریو کلونوکې په دې ولایت کې وسله والو طالبانو ډیر فعالیت درلود او حتی زرګونه کورنۍ په دې ولایت کې اړې شوې چې کابل ته کډې شي.

راپورونه وایی، چې وسله وال طالبان تر ډیره د لوګر په مرکز پل علم،څرخ،برکي برک،ازره او خروار ولسوالیو کې فعالیت لري.
دلوګر د امنیتي ستونزو په اړه څه موده مخکې د ملي امینت په شورا کې هم بحثونه وشول او امنیتی ارګانونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه جدي او لازم اقدامات وکړي.
XS
SM
MD
LG