د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

"په ۱۳۹۱ کې په شمال او شمال ختیځ کې ۷۰۰ وسله وال وژل شوي"


په ختيځ کې د٢٠١سيلاب قل اردو د عامه اړيکو مسول محمد نعمان هاتفي وايې، د ١٣٩١کال په اوږدو کې د افغانستان په ختيځو او شمال ختيځو ولايتونو کې ٢٩٦ نوي محاربوي او تصفیوي عملیاتونه ترسره کړي.

د هاتفي په خبره د لغمان په الينګار، عليشنګ بسرام ولسوالیو،د کونړ، چپه دره، ماڼوګې، دانګام کې.

د کاپيسا په نجراب، تکاب اله ساى، د پروان شينوارو سياګرد او غوربند په ولسواليو کې عملیات ترسره کړي، چې د دغو ټولوعملیاتو په پایله کې څه باندې څلور سوه تنه وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور يي نیولي دي:

«د تير کال په اوږدو کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو د خپل مسولیت په سیمه کې ۲۹۶ محاربوي او تصفیوي عملیاتونه ترسره کړي، په دې کې ۴۳۶ تنه مخالفین وژل شوي،۲۶۵ ټپیان شوي او ۲۵۸ ژوندي نیول شوي او ۲۲۷ مختلفې وسلې لاس ته راغلي».

نوموړی زياتوي، چې افغان ملي اردو ځواکونو په ختيځ کې د خپلې اصلي دندې د ترسره کیدو پرته د کوکنارو کمپاينونه، د ملي پوليسو د کاروانو په لويو لارو کې ساتنه او د کابل جلال اباد او تورخم جلال اباد په لويو لارو کې څلرويشت ساعته ګزمې هم ترسره کړي.

ډګروال هاتفي په دغو عمليانوکې دافغان ملي اردو سرتيرو د مرک ژوبلي په اړه وايې ،چې د تیر کال په اوږدو کې د دوی شاوخوا شپیته تنه وژل شوي.

دی وايي، دغه مرګ ژوبله د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنو له امله ورته اوښتې ده:

«د تیر کال په جریان کې زموږ ٣٥ تنه بريدملان او افسران او ٢٥ تنه سربآزان وژل شوي او ٩٠ تنه نور ټپيان دي.»

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د مسولینو په خبره په دې موده کې يي په زیاته اندازه چاودیدونکي او نشه يي توکي هم نیولي دی.

وسله والو طالبانو د ملي اردو د خپور شوي رپوټ په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG